د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان او پاکستان د امن جرگی لومړئ غونډه سبا په کابل کی پېل کېږی


د افغانستان او پاکستان د امن جرگی لومړئ غونډه سبا په کابل کی پېل کېږی. دا غونډه چی څلورورځی به دوام ولري په داسی وخت کی جوړیږی چی سیمه کی بدامنی په زیاتیدو ده اود دواړو هېوادونو دسرحدي پولو په سر جنجالونه هم زیات شویدی.

د امن دی جرگی د شروع کیدو نه وړاندی یوه سخته ضربه هغه وخت ولیده چی د پاکستان جمهور ریس پرویز مشرف د جرگی د پرانستلو په مراسمو کی له گډون کولو نه انکار وکړ.

په دی جرگی کی د گډون دپاره سر د ننه په کابل کی په سلهاو میلمانه راغونډ شویدی.

دا جرگه په داسی وخت کی جوړیږی چی افغانستان او پاکستان دواړه د وینو او اور په لمبو کی راگیر دی او یو له بل نه ډیر گیلی گوزارې هم لری.

خو د دی جرگی په باب هم لکه د اسلام اباد د ډیرو سېاسېونو په شان کابل کی هم خلک ډیر خوشبینه نه دی.

خو د افغانستان د ملی امنیت مشاور زلمئ رسول وایی چی دا غونډه به یو څه گټی هم ولری هغه وایی چی مونږ د خپل لوری نه دا هیله لرو چی دا جرگه به د دواړو طرفونو ترمنځ د تفاهم یوه وسیله وگرځی. ځکه چی د ترهگرئ په ضد جگړه کې د یو موټی کیدو نه پرته گټل گران دی.

ددې جرگې اصل ابتکار تیر کال په واشنگټن کی وشو، په دی باب امریکایان دا امیدواری لری چی دی سره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ خړ پړ تېا او تاو ترېخوالى کم شی او د امنیت په لړ کی به همکاری زیاته شی.

په دی جرگه کې نېژدى اوه سوه کسان برخه اخلی د مبصرینو په نظر دی کی د طالبانو او په پاکستان کی د طالبانو د ملاتړو ملایانو گډون نه کول به منفی اغیزی ولری.

که څه هم د پاکستان حکومت د قبایلی مشرانو نه غوښتی دی چی د انکار نه دی تیر شی خو اوس لکه چی خبره د وخته تیره ده.

احتمال لری چی د پاکستان د جمهورریس په ځایی د ملک صدراعظم شوکت عزیز د پنجشنبی په ورځ کابل ته ولاړ شی.

XS
SM
MD
LG