د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ واېې چه د شمالی وزېرستان په قباېلی سېمه کې ېوه غټه حمله کړی ده


د پاکستان پوځ واېې چه د شمالی وزېرستان په قباېلی سېمه کې ېې د طالبانو د طرفدارانو په ېوه پټ ځای باندی ېوه غټه حمله کړی ده او لږ تر لږه دولس جنگېالی ېې وژلی دي.

د پاکستان د پوځ ېوه وېاند برېد جنرال وحېد ارشد نن ووېل چه د سی شنبی په ورځ توپ لرونکو هلېکوپترو د مېران شاه نه تقرېبا شل کېلومتره لری د سر تېرو پټ مرکزونه ووېشتل.

نطاق ووېل چه په دی حمله کې اته کسه زخمېان شول او په تېت او پرک ډزو کې دری ملکېان چه دوه ماشومان هم پکی شامل وو، زخمېان شوی دي.

دا خلک هغه وخت ولگېدل چه د کور خوا ته ېې د هاوان ېوه خطاېې مرمئ ولگېدله. د پاکستان د حکومت قواوې لگېا دي. د افغانستان سرحدی سېمو ته ورڅېرمه په قباېلی سېمو کی د طالبانو د ملاتړو په خلاف نظامی عملېات کوی، مگر د امرېکاېې مقاماتو له خوا پری فشار نور هم زېات شوی دی چه د طالبانو د مخنېوی په غرض باېد نور پوځی عملېات وکړی.

ټاکل شوی ده چه سبا د پنجشنبې په ورځ د افغانستان او پاکستان قباېلی مشران ددی لپاره خپله جرگه جوړه کړی چه په قباېلو کې د طالبانو ملاتړ په څه قسم ختم کړی.

پرون د پاکستان جمهور رېس پروېز مشرف د ځېنو امرېکاېې سېاست مدارانو هغه وېناوې وغندلی چې په پاکستان کې دننه ېې د حملو گواښ په کې کړی و.

XS
SM
MD
LG