د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزى او شوکت عزېز په جرگه کې گډون کوي - Karzai and shawkat Aziz attend the peace session


نن دافغانستان او دپاکستان ترمنځ دامن ګډه جرگه له اوږده انتظار وروسته پیل شوه، دامن په دې ګډه جرګه کې د افغانستان ولسمشر حامد کرزی او دپاکستان صدراعظم شوکت عزیز برخه لرله.

دلسو میاشتو له اوږده انتظار نه وروسته دافغانستان او پاکستان ترمنځ دامن ګډه جرګه نن د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوولسو بجو دافغانستان دولسمشر حامد کرزي او پاکستان د لومړي وزیر شوکت عزېر په راتللو سره پيل شوه.

دواړو مشرانوته د جرګې دبرخوالو له لوري هرکلى ووېل شو او په چکچکو بدرګه شول. دقران العظیم الشان له تلاوت نه وروسته، لومړی دپاکستان ملي سرود او ورپسې دافغانستان ملي سرود وغږول شو.

په دغه وخت کې دجرګې غړي په احترام ودریدل. په لومړي سر کې ولسمشر حامد کرزي اوږده وینا واوروله دافغانستان د تیرو درو لسیزوپه ناخوالو یې خبری وکړې.

د طالبانو تیر وخت یې یاد کړ، له هغو سیمونه چې له پاکستان سره پرتې دي دجوړ جاړي یادونه وکړه وې ویل چې طالبان دواړو هیوادونو ته ستر خطر دی.

ولسمشر ددې جرګې کامیابي د دواړو هیوادونو کامیابي وبلله. ورپسې دپاکستان لومړي وزیر شوکت عزیز خبرې وکړې وی وېل چې باید هغه طالبان چې دخپلو هیوادونو دي هغه دې له ترورستانو څخه جلا کړلای شي.

هغه وویل چې طالبان او ترورستان ددواړو هیوادو نو امنیت ته خطر دي.

د جرګې دنن ورځې په غونډه کې دپاکستان دکورنیو چارو وزیر افتاب احمد خان شیرپاوو دجرګې مشر، ډاکټر عبدالله مرستیال، اسماعیل یون او رستم شاه دمنشیانو په توګه وټاکل شو.

XS
SM
MD
LG