د لاس رسي وړ اتصالات

د یرغمل شوو خپلوان له پاکستان څخه غواړي چي د یرغملو په خوشی کولو کی مرسته وکړي


د یرغمل شوو کوریایانو د کورنیو غړي په سیوول کي د پاکستان سفارت ته ورغلي او د هغه هیواد څخه یي د یویشتو تنو په خوشي کیدو کې د مرستې غوښتنه وکړه.

بلخوا د طالبانو او کوریایي پلاوي ترمنځ د مخامخ خبرو د ځای موافقه هم لا نده شوي.

یو تن چې دوه اولادونه یو زوی او یوه لور یې د یویشتو تنو پاتي یرغملو په ډله کي دي خبریالانو ته وویل: ”ژوند قیمتی شی دی او یویشت تنه لا اوس هم بندیان دي. لطفاً د هغوی د خوشي کیدو سره مرسته وکړی.

بلخواه د غزني والي معراج الدین پټان ویلي دي طالبان او کوریایي پلاوی د مخامخ خبرو لپاره د ځای په اړه موافقی ته نژدې شوي دي او په یوه دوه ورځو کی به دا کار وشي.

د غزني د والي په اند د کوریاییانو په بدل کې د طالب د بندیانو د خوشی کیدو په اړه خبری نه کیږی او کیدایشي یوازي د پیسو په بدل کی کوریاییان خوشي شي.

نیول شوو کوریاییانو د یوې کلیسا سره داوطلبانه کارونو کول او شپاړس ښځی او پنځه نارینه د روغتیا په چارو کې د مرستې لپاره افغانستان ته راغلي وو.

بلخواه نن د سویلي کوریا حکومت د هغه هیواد ټولو خیریه موسسو ته د روانې میاشتي تر پایه پوري د امنیتي دلایلو لامله د افغانستان څخه د وتلو امر کړی دی.

XS
SM
MD
LG