د لاس رسي وړ اتصالات

د امن جرگه - نن د سرحدي امنیت په باب


د افغانستان او پاکستان تر منځ د امن جرگه نن په دوهمه ورځ هم روانه ده.

د افغانستان او پاکستان په سلهاو سیاسي او قبایلي مشران نن هم په کابل کی د سرحدي امنیت او متقابلو اړیکو د پیاوړتیا په باب په خبرو اخته دي.

په دې جرگه کی گډون کونکي آستاځي وایی چی د نن ورځي د غونډي موضوع هغه خاص مسایل دي چی دواړه ملکونه یې سره بیل کړی دي.

دواړه هیوادونه یو بل په دې ملامتوي چی یاغي طالبان یې په خاوره کی زیات فعال شوي دي.

مگر د پاکستان د صوبه سرحد گورنر علی محمد جان اوروکزی وایی چی که یاغي طالبانو ته په دې جرگه کی برخه ورنه کړه شی نو د هغې نه به څه ترلاسه نه شی.

د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزي پرون وویل چی که افغانستان او پاکستان په گډه کار وکړی نو تروریزم به په څو ورځو کی ختم شی.

د پاکستان صدراعظم شوکت عزیز وویل چی د افغانستان د بېلو بېلو ډلو تر منځ لا روغه جوړه نه ده راغلې او افغانستان باید چی د خپلو جنجالونو له کبله نور ملامت نه کړی.

په غونډه کی گډون کونکي آستاځي وایی چی بحثونه یې تر هغه چی انتظار یې کیده په ښه توگه پر مخ روان دي، که څه هم چی یوڅه خنډونه شته.

د پاکستان او افغانستان مشرانو تیر کال دلته په واشنگټن کی د جمهور رئیس بوش سره د خبرو په وخت ددې جرگې سره موافقه کړې وه.

XS
SM
MD
LG