د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی د ناتو یو عسکر د گزمې په وخت وژل شوی دی


په افغانستان کی د ناتو قواوي وایی چی یو عسکر یې د هغه ملک په جنوب کی کله چی یې گزمه کوله ووژل سو. یو بل عسکر زخمی شوی دی.

ناتو ددغو عسکرو په باب څه ونه ویل چی د کومو هیوادو وو او نه یې ددې پېښي په باب نور توضیحات ورکړي دي.

په افغانستان کی د ناتو او د امریکا په مشري تقریبا پنځوس زره عسکر پراته دي چی د یاغي طالبانو سره په جگړو اخته دي او په هغه ملک کی د بیا رغوني په پروژو کی هم مرسته کوی.

یاغي طالبان زیاتره د افغانستان په جنوبي او ختیځو سیمو کی چی هلته برتانوي، امریکایی او کاناډایی عسکر استول شوي دي، کلکي مور چې لری.

XS
SM
MD
LG