د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان امنیتي قواوي د برمته شوو عسکرو د پیدا کیدو لټي کوي


د پاکستان امنیتي قواوي د هغو ١٦ عسکرو د پیدا کیدو کوششونو ته دوام ورکوی چی فکر کیږی یاغي طالبانو به تښتولي وی.

دغه عسکر پرون د پنجشنبې په ورځ په جنوبي وزیرستان کی یوې نظامي اډې ته روان وو چی ورک سول.

دا سیمه د یاغي طالبانو او د القاعده د غړو کلک مورچل دی. د پاکستان امنیتي قواو پرون وویل چی په شمالي وزیرستان کی یې د نظامی عملیاتو په وخت لږ تر لږه ١٠ یاغیان وژلي دي.

د اردو یوه نطاق وویل چی دغه یاغیان هغه وخت ووژل شول چی د سړک په غاړه یې بم چاودلی او پنځه عسکر یې زخمي کړي وو.

XS
SM
MD
LG