د لاس رسي وړ اتصالات

توقع ده چې د جنوبی کوریا  یرغمل ژر خوشی کړی شی


د طالبانو مرکچیان وائې، دوی توقع لری چې دجنوبی کوریا یرغمل چې څه دپاسه دری هفتی برمته ساتل شویدی، خوشی کړی، مگر که د دوی غوښتنی ومنل شی.

دوهم پړاو خبری نن دشنبی په ورځ دغزنی په ښارکې نن بیا پیل شوی. پرون د جمعی په ورځ دیو څو ساعتو لپاره خبری شوی وی.

برمته کونکو په پرله پسی توگه گواښونه کول چې ترڅو پوری افغان حکومت او دامریکا عسکر بندی طالبان له بنده خوشی نکړی نو د جنوبی کوریا نو یرغمل به ووژنی.

لیکن دافغان حکومت ددوی غوښتنی رد کړی. د رویټر خبری اژانس په سیول کې د حکومت دیو مامور له قوله وائې،دیرغملو خوشی کول دومره ژر امکان نلری.

دجولای په ‏(‎١٩ ‏)‎ نیټه طالبانو دجنوبی کوریا ٢٣ تبعه په داسی وخت کې وتښتول چې دغزنی ولایت نه تیریدل. برمته کونکو له هغه وخت نه دری برمته شوی کسان وژلی دی.

XS
SM
MD
LG