د لاس رسي وړ اتصالات

مشرف: د افغانستان ترڅنگ پاکستان هم د افراطېت د زېاتېدو شاهد دى


د پاکستان جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف نن دېکشنبى په ورځ تر شپږو سوونه زېاتو افغان او پاکستانى قبېلوى مشرانو ته ووېل چې دواړه هېوادونه باېد په گډه کار وکړى چې په سرحدى سېمو کې د افراطېت او مرگ ژوبلې د زېاتېدو مخه ونېسى.

جنرال مشرف په کابل کې د سولې څلور ورځنى جرگې په څلورمه او وروستى ورځ په کابل کې ووېل چې د افغانستان ترڅنگ پاکستان هم د افراطېت د زېاتېدو شاهد دى او په خپلو ټولنو کې ېې له مرگ ژوبلې نه ډکې حملې ولېدلې.

د جنرال مشرف په قول موږ باېد خپلې ټولنى له دغه خطر نه وژغورواو ترهغه وخت پورې گډو کار وکړو چې د ترهگرۍ او افراطېت قوتونه مات کړو.

د سولې جرگه داسى ستونزو ته پاملرنه کوى چې افغانستان او پاکستان ېې سره جلا کړېدى. د دغې سترې جرگې مقصد دادى چې په دواړو هېوادونو کې امنېت ښه کاندى او خپل منځى اړېکى مظبوطې کړى.

د پاکستان جمهوررئېس جنرال پروېز مشرف مخکې له دېنه چې د سولې جرگى ته وېنا وکړي دافغانستان له جمهوررئېس حامد کرزي سره ېې لنډ ملاقات وکړ.

ډېر افغانان داهېله څرگندوى چې دا جرگه به په دواړو هېوادونو کې د تشدد له کمولو سره مرسته وکړى.

څه موده وروسته به په پاکستان کې ددوېمى جرگى دکولو لپاره نېټه وټاکل شى.

XS
SM
MD
LG