د لاس رسي وړ اتصالات

حامد کرزي او پرويز مشرف د کابل د امن جرگه کامېابه وبلله


د افغانستان او پاکستان دامن ګډه جرګه نن یکشنبه د څلورو ورځو کارونو له بشپړولو نه وروسته پای ته ورسیدله. د امن دجرګې پدې وروستۍ ورځ کې دافغانستان ولسمشر حامد کرزي او د پاکستان ولسمشر جنرال پرویز مشرف ګډون وکړ او دامن جرګې ته یې خپلې ویناوې واورولې.

لومړی د پاکستان ولسمشر مشرف خبرې وکړې. هغه وویل چې تل پاتې سوله د افغانستان او پاکستان په ګټه ده او دی پدې ډیر اصرار کوي چې ددواړو هیوادونو ترمنځ دې دبې باورۍ فضا ورکه شي.

مشرف دامن جرګه کامیابه وبلله او خپل ملاتړ یې ترې اعلان کړ. د جنرال مشرف له خبرونه وروسته ولسمشر حامد کرزي لنډې خبرې وکړې او دامن ګډه جرګه یې بریالۍ وبلله.

د امن جرگه نن د ېکشنبى په ورځ پاېته ورسېده او د بلې جرگى لپاره چې په پاکستان کې به وشى، نېټه وروسته وټاکل شى.

د امن جرګې پنځه جرگه گېو ېا کمیټه

افتاب احمد خان شیرپاو وايي دپنځو جرگه گېو غړي په بیلابیلو مسلو کار کوي. د امن جرګې له عمومي غونډو وروسته ددغې جرګې غړي له تیرې ورځې راهیسې په پنځو جرگه گېو ېا کمیټو سره ویشل شوېدي.

دوی پدې کمیټو کې په مختلفو ټاکل شویو کارونو باندې په بحثونو اخته دي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دامن دګډې جرګې غړي له یوې نیمې ورځې راهېسى ه دتیرې ورځې په وروستیو ساعتونو کې تر ننه په پنځو جلا جرگه گېو یا کمیټو کې وېشل شوېدى او له تروریزم سره د مبارزې لپاره دکړنلارې په جوړولو کارکوى.

دغه پنځه جرگه گۍ لس مشران او لس منشیان لري. په دې کې پنځه ریسان، او منشیان دپاکستان او پنځه نور مشران او منشیان دافغانستان له لوري ټاکل شوي دی.

دغه جرگه گۍ به په دغو مساېلو باندى کار کوى او د حل لارې به ورته پېدا کوى. د پنجشنبې په ورځ دافغانستان دولسمشر حامد کرزي او د پاکستان دلومړي وزیر شوکت عزیز له ویناوو وروسته جرګې ته ۲۲ تنو ویناوالو خبرې کړي، اکثره دغو وینا والو چې په نوبت سره غږیدل.

په وېنا والو کې ددواړو هېوادونو غړي شامل وو. وېنا والو د افغانستان او پاکستان ترمنځ ښې اړیکې دوخت ضرورت وباله. دغو ټولو ویناه والو دولسمشر کرزي د حکومت په وړاندې د ولاړو مخالفینو په اړه دچټکو ګامونو داخیستلو غوښتنه کوله.

د سیمې دامن دګډې جرګې مشر افتاب احمد خان شیرپاو اشنا تلویزیون ته وویل چې د پنځو کاري کمیټو غړي به په بیلابیلو مسلو خبرې وکړي.

د امن دجرګې مرستیال ډاکټر عبدالله عبدالله د جرگه گېو دبحث مادې داسې ګڼي. خو دبلوچستان والي ویس غني چې ددوهمې جرگه گۍ مشر هم دی وايي چې جرګه به له مخالفینو سره دننواتې موضوع هم وڅیړي.

XS
SM
MD
LG