د لاس رسي وړ اتصالات

په کال ٢٠٠٦ کې د ایران په حالاتو یوه کتنه


په داسې حال کې چې په کال ٢٠٠٦ کې ډیر پام عراق ته اړول شوی ؤ خو ددې هیواد ختیز گاونډی، ایران هم ډیره توجه ځان ته اړولې وه.

په دې کال کې ایران خپل اتمي پروگرام ته ادامه ورکړه او ادعا یې لرله چې دا یواځې د سوله ایزو مقاصدو لپاره دی.

خو دا خبره یې پټوله چې گنې غواړي ځان یو اتمي طاقت وگرځوي.

د ایران مقاماتو د جنورۍ او اپریل په میاشتو کې د ناتانز په اتمي تاسسیاتو کې د ملگرو ملتو مهرونه مات کړل او ددې هیواد جمهور رئیس احمدي نژاد په ویاړ اعلان وکړ چې ایران په دې قادر شو چې یوه لږه اندازه یورانیم غني کړي.

که څه هم د ایران غني شوي یورانیم دومره زیات نه دي چې ورنه اتمي بمب جوړ شوي خو دغه حرکت په بین المللي ټولنه کې د ایران د وړتیا او ارادې په نسبت ځنې اندېښنې ولاړې کړلې.

اروپايي مرکچیانو هڅې وکړې چې د ځنو امتیازاتو په ورکولو سره د ایران د غنې کیدلو پروسه ودروي.

جمهور رئیس بش هم د معمول په خلاف د اروپایي اتحاد سره یو ځای او په دې شرط چې ایران د یورانیمو غني کولو نه ډډه وکړي ددې هېواد سره د مخامخ خبرو لپاره خپله تیاري وښودله.

بش وویل: زه هیله لرم دوی داسې یو اقدام وکړي کوم چې یې ازاده نړی ورنه غواړي. دوی د اتمي وسلو پروگرام ته اړتیا نه لري؛ دې ته ضرورت نشته چې ایران خپل خلک تجرید کړي، دې ته ضرورت نشته چې ایران خپلې غوښتنې ته چې د اتمي وسلو لرل دي دوام ورکړي. دا ستاسو د منافعو لپاره ښه نه دی.

خو دا غوښتنې د ایران لخوا مستردې شوې. ایران ددې نه انکار وکړ چې اتمي وسلې غواړي او په خپلې دې ادعا ټینگار کوي چې یواځې د سوله ایزې اتمي انرژۍ په لټون کې دی.

د جولای په یو دیرشمه د ملگرو ملتو د امنیت شورا ایران نه غوښتنه وکړه چې په دیرشو ورځو کې دننه د یورانیمو د غنی کولو پروگرام نه لاس واخلي خو که چیرې ایران دې کار ته غاړه کېنږدي په پریکړه کې د مجازاتو خبرنشته ده.

د امریکا د دفاع پخواني وزیر ولیام کوهن امریکا غږ ته وویل څرنگه چې د ملگرو ملتو په پریکړه کې د کوم اقدام خبره نه ده شوې نو ځکه ایران به ددې پریکړې په مقابل کې هېڅ ونه کړي.

کوهن وویل: که چیرې تاسو داسې پریکړې کوئ چې نه عملي کیږي نوپه حقیقت کې تاسو ددغو پریکړو توهین کوئ. نو دا د چین او روسیې لپاره کومو چې ددې پرېکړې ملاتړ کړي، ډیره ضروري ده چې ووايي ایران دې اتمي وسلې تر لاسه نه کړي او دوی د نورو سره لاس یو کړي ترڅو دغه پریکړه په ایران ومني.

نو په دې صورت کې امریکا هم فرصت ولري چې د خپل نفوذ نه کار واخلي. په ټول کال کې امریکا هلې ځلې وکړې چې د ملگرو ملتو د امنیت د شورا له لارې په ایران باندې سخت بندیزونه ولگوي.

خو چین او روسیه چې ددې هیواد سره ډیرې تجارتي اړیکې لري او هلته ډیره پانگه اچولې ده د هر ډول سخت بندیز د لگولو په وړاندې مخالفت وکړ.

د کانگرس د یوې تحقیقاتي موسسې د یوه ایران څېړونکي کینت کاتزمن په قول د ایران د اتمي پروگرام ډیر ورو پرمختگ هغو هیوادو لپاره چې د ایران د جدي بندیزونو په خلاف دي یو ښه فرصت په لاس ورکړی دی.

کاتزمن وايي: ددې مسئلې په وړاندې د نظر یو والی نه لیدل کیږي. او ځما په عقیده د ایران د اتمي پروگرام ډیر ورو پرمختگ ددې باعث گرځي چې چین او روسیه ووايي چې د بندیزونو لپاره ضرورت نه لیدل کیږي.

او دوی به ووايي ایران دې مرحلې ته نه دی رسیدلی چې اتمي وسله جوړه کړي. ځنې څیړونکي د اتمي پروگرام د ویجاړولو لپاره د پوځي گزار تجویز کوي.

خو د امریکا د باندنیو چارو د وزارت یو امنیتي کار کونکی وېین وایت بیا وايي دا به ددې نه چې ایران اتمي وسله ولري ډیر خرابه خبره وي. وایت وايي چې که چیرې ایران اتمي وسلې جوړې کړي نو سعودي عربستان به هم کوښښ وکړي د پاکستان په شان ملکونو نه اتمې وسلې وپیري او دا کار د اندیښنې وړ وي.

د ایران دا ډیر سخت دریز ددې هېواد د جمهور رئیس محمود احمدي نژاد نه سر چینه اخلي. دې چې د ٢٠٠٥ کال په نیمايي کې په قدرت ورسید د ایران بین المللي موقف یې نور هم سخت کړ او اسرائیلو ته یې گواښونه وکړل او د هلوکاست نه چې ددوهمې نړیوال جگړې په دوران کې د نازیانو لخوا شپږ ملیونه یهودیان د وژلونه یې انکار وکړ.

د ٢٠٠٦ کال په پای کې په ایران کې په یوه کانفرانس کې هلوکاست نه انکار وشو او دا کار په بین المللي ټولنه کې د سختو اعتراضونو باعث وگرځیدل.

XS
SM
MD
LG