د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ: د افغانستان سرحد ته نېژدى درې سر تېري ووژل شول


د پاکستان اردو وايي دوى درى افراطېان د سهار وختې په ېوه جگړه کې، دافغانستان سرحد ته نېژدى په شمال لوېدېځه برخه کې وژلي دي.

د پوځ ېو نطاق تورن جنرال وحېد ارشد وايي دغې جگړې دوه ساعته دوام وکړ او هغه وخت پېل شوه چې سرتېرو د جنوبى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې په دوو پوستو باندى حمله وکړه.

ددغې جگړې نه وروسته پوځ د خپلو تلفاتو رپوټ ندى ورکړى. د پاکستان امنېتى چارواکى وايي لږ تر لږه دوه عسکر په ېوه بله نښته کې هغه وخت زخمېال شول چې سرتېرو په شمالى وزېرستان کې په امنېتى پوستو باندى د راکټ ډزې وکړې.

د راکټونو درى نورې ډزې د غلام خان په سېمه کې دعسکرو په ېوه پوسته باندى وشوې خو هېڅوک هم په دغو ډزوکې زخمى شوى ندى.

د پاکستان چارواکى لاتراوسه پورې هم په هغو شپاړسو عسکرو پسى گرځى چې تېره اونې په جنوبى وزېرستان کې تښتول شوي ول.

دغه عسکر هغه وخت لادرکه شول چې دتېرې پنجشنبى په ورځ ېې ېوې نظامى اډې ته سفرکاوه.

XS
SM
MD
LG