د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالی کوریا اټومی پروگرام: د امريکا او د شمالي کوريا تر مينځ مذاکره


د امریکا د خارجه وزارت مرستیال کرسټوفیر هیل د شمالی کوریا د خارجه وزارت له معېن کیم کی کوان سره په پېکنگ کی لیدلی دی.

دواړه مرکچیان به د تیر ې فبروری په میاشت کی د شپږو ملکونو د پخوانېو مزاکراتو په ادامه خبری کوی. په تیرو مذاکراتو کی د شمالی کوریا د بی وسلی کیدو په مو‍ضوع موافقه شوی وه.

په دی موافقه نامه کی د شمالی کوریا نه غوښتل شوی وو چی د خپل اتومی پروگرام ټول په باب دی دنیا ته معلومات ورکړى او په پاې کی دی خپل پروگرام بند هم کړى.

د امریکا استازی ښاغلی هیل هیله ښکاره کړېده چی شمالی کوریا به د شپږو ملکونو د اینده مذاکراتو چی د اگست په اخر یا د ستمبر په سر کی کیدونکی دی، دهغی نه وړاندی د خپل اتومی پروگرام په باب معلومات ورکړی

XS
SM
MD
LG