د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا پوځ نن په ټول عراق کې یوه پراخله حمله پیل کړېده


د پوځ په یوې اعلامیه کې ویل شوي دي چې د فانټوم د گوزار په نامه عملیات د عراق په ټولو برخو کې په ېوه وخت کې پیل شوي دي او مقصد یې د القاعده د ترورستانو او د ایران د ملاتړو افراطیانو تعقیبول دی.

پخوا چارواکو ویلي وو چې ائتلافي قواوو څو تنه جنگیالي وژلي دي او دیارلس کسان ېې چې له ایران سره تړاو لرى، د وسلو د قاچاق په تور د سهار وختي عملیاتو په ترڅ کې چې د شیعه گانو د صدر په سیمه کې سرته ورسیدل نیولي دي.

په پوځي بیانیه کې ویل شوي دي چې ائتلافي قوا وو یوه لارۍ له منځه وړي او په هغې کې ددرو او څلو رو تنو په شاخو اکې سپاره مشکوک ترورستان وژلي دي.

د یکشنبې په ورځ د عراق لومړي وزېر نوری المالکي د عراق د سیاسي مشرانو د غونډې لپاره غږ وکړ چې هغه کړکیچ چې حکومت ورسره مخامخ دی له منځه یوسي.

ده وویل د عراق سیاسي مشران نن دوشنبې ناوخته یا سبا سه شنبه دغه غونډه کولای شي.

XS
SM
MD
LG