د لاس رسي وړ اتصالات

طالب پلوه وسله والو د ١٦ نیول شوو پوځیانو څخه د یوتن سر پری کړې


پاکستاني چارواکي وایې طالب پلوه وسله والو د ١٦ نیول شوو پوځیانوڅخه د یوتن سر پری کړې او گواښ یې کړې که د هغوۍ لس تنه بندي وسله وال پوځ خوشې نکړي نور بندیان به هم ووژني.

دغه عسکر د روانې میاشتې په نهمه په جنوبي وزیرستان کې د طالبانو لخوا ونیول شوو. د طالبانو لخوا دوژل شوي عسکر مړې نن په جندول سیمه کې چی د افغانستان پولې ته څیرمه ده وموند.

په اوسنیو کي د پاکستان ځیني شمال غربي سیمي د سختي ناارامۍ سره مخامخ دي. په دغو سیمو کي په ځاي سختدریزو تور لگول کیږي چي په افغانستان کي طالبانو ملاتړ کوي.

پرون د پاکستان اردو ویلي و دوى درى افراطېان دافغانستان سرحد ته نېژدى په شمال لوېدېځه برخه کې وژلي.

د پوځ ېو نطاق تورن جنرال وحېد ارشد په وینا دغې جگړې دوه ساعته دوام درلود او هغه وخت پېل شوه چې جگړه مارانو د جنوبى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې په دوو پوستو باندى حمله وکړه.

ددغې جگړې نه وروسته پوځ د خپلو تلفاتو رپوټ ورنه کړ. د پاکستان امنېتى چارواکى وايي لږ تر لږه دوه عسکر په ېوه بله نښته کې هغه وخت زخمېال شول چې سرتېرو په شمالى وزېرستان کې په امنېتى پوستو باندى د راکټ ډزې وکړې.

د راکټونو درى نورې ډزې د غلام خان په سېمه کې دعسکرو په ېوه پوسته باندى وشوې خو هېڅوک هم په دغو ډزوکې زخمى شوى ندى.

XS
SM
MD
LG