د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو لخوا یرغمل شوی الماني واي روغتیاي حالت یې ښه نه دی


په افغانستان کې یرغمل شوی المانی وگړی چې له یوې میاشتې راهیسې د طالبانو په بند کې دی، وایي چې روغتیایي حالت یې ښه نه دی او طالبانو هغه ته د مرگ گواښ کړی دی.

دغه آلمانی تبعه چې ځان یې رودلف بلېخشمېت معرفي کړی، پرون د دوشنبې په ورځ د ټلیفون پر کرښه اسوشیتېد پرس رسنی ته ویلي چې دده دا پیغام دی د هغه زوی، مارکوس او د آلمان سفارت ته ورسوي.

ښاغلي بلېخشمېت په دې غږیز پیغام کې په سختۍ او وقفو سره، په ماته او گوډه انگلیسي خبرې کړي چې دده بد حالت څرگندوي.

نوموړي ویلي چې طالبان غواړي دده د آزادېدو پر سر، په کابل کې له حکومتي چارواکو سره وغږیږي.

دا د چنگاښ له اوولسمې نېټې راهیسي، کله چې بلېخشمېت برمته ونیول شو، تر اوسه دده د ژوند په اړه لومړنی باوري خبر دی.

XS
SM
MD
LG