د لاس رسي وړ اتصالات

احمدى نژاد وايي اېران طالبانو ته وسلې نه ورکوى


داېران جمهوررئېس محمود احمدى نژاد په افغانستان کې دى او هلته ېې هغه ادعا گانې رد کړ ې چې وايي دده حکومت ېاغي طالبانو ته وسلى برابروى.

نن د سه شنبى په ورځ ښاغلى آحمدى نژاد له ښاغلى کرزى سره په کابل کې په ېوه گډ خبرى کنفرانس کې برخه واخېسته او وې وېل دى په جدي ډول په هغو ادعاگانو بدگومانه دى چې دامرېکا او برتانېه ېې کوى.

هغه ووېل دغه ډول ادعاگانې رېښتېا ندى او واشنگټن داېران او افغانستان ترمنځ د قوي اړېکو سره مخالف دى.

له خبرو نه وروسته دواړومشرانو د تفاهم ېوه غېر رسمى لوظنامه لاسلېک کړه چې ددواړو هېوادونو ترمنځ به همکارى زېاتوى.

دا لومړى ځل دى چې د ایران جمهورریس افغانستان ته سفرکوى. د افغانستان نه وروسته به د چارشنبى په ورځ ترکمنستان ته سفر کوی. او بیا به کرغیزستان ته هم ځی.

تېره اونى دامرېکاجمهوررئېس جورج بش اېران په دې تورن کړ چې د افغانستان او عراق کې په بي ثباته کولو نقش لري.

خو دافغانستان جمهوررئېس حامد کرزى ووېل چې دى اېران خپل هېواد ته ېومرستېال بولي.

دا د احمدي نژاد لومړی سفر دی چې افغانستان ته یې کوي. د مامورینو په وینا د دی سفر هدف د دواړو ملکونو د ددوستانه اړېکو لا تقویه کول دی. افغانستان د ایران سره د هغی ورځی نه را په دېخوا ډیرې ښې اړېکې پاللی دی چی په ٢٠٠١ مېلادى کال کی د طالبانو حکومت له منځه ولاړ.

سره له دې چی امریکا او ایران د اېران د اټومی پروگرام په سر د یوبل سره جنجال لری، خو افغانستان سره له دې چې د امریکا نیزدی ملگری دى.

XS
SM
MD
LG