د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا په دې غور کوى چې د اېران په پاسداران انقلاب باندى د ترورېستى سازمان نوم کېږى


رپوټونه وايي چې د بش حکومت دې ته چمتو دى چه د اېران د سپاه پاسداران انقلاب په قوه باندى په خاص ډول جوړ شوى نړېوال ترورېستى سازمان ټاپه ولگوى.

که چېری دا کار وشی نو دا به ړومبې ځل وی چه د امرېکا متحده اېالات د ېو مستقل او ازاد هېواد د وسله والو قواو ېو ېونټ، د ټرورېستی ډلو په لست کې شاملوی.

دا ډول اقدام د امرېکا حکومت ته اجازه ورکوی چه ددغه شان ډلې او ېاسازمان هغه پېسی او داراېې ضبط کړی چه په امرېکا کې ېې ولری او ېا د هغو پوری تړلی کومه بله ډله ېې ولری.

د هغو راپورونو په اساس چه نن په نېوېارک ټاېمز او واشنگټن پوست ورځپاڼو کې چاپ شوی دي.

د امرېکا د حکومت دا اقدام د اېران د اتومی پروگرام په سر د جنجال او هم دا چه امرېکا واېې اېران په عراق او افغانستان کې ېاغېانو ته نظامی روزنه او وسلی ورکوی.

د اېران او امرېکا تر منځ د تشنج د زېاتېدو او سختېدو نښه ده. اېران د امرېکا ټول الزامونه رد کړی دی او واېې چه اتومی پروگرام ېې ېواځی د سوله اېزو مقاصدو لپاره تېار کړی دی.

په څو تېرو هفتو کې امرېکاېې ماورانو بار بار دا تور لگولی دی چه د اېران القصد قوه عراقی ېاغېانو ته وسلی رسوی.

اېران د کال نور لس سوه څلور اتېا د مئ نه راپدی خوا د امرېکا د خارجه وزارت د ټرورزېم د طرفدارانو په لست کې شامل شوی دی.

XS
SM
MD
LG