د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا د ترهگرۍ په جگړه کې له پاکستان سره خپل ملاتړ تائېدوي


د امرېکا ېو لوړ رتبه دېپلومات ېوځل بېا له پاکستان سره دامرېکا ملاتړ له پاکستانى چارواکېو سره دخبرو په ترڅ کې تائېد کړ.

د جنوبى اسېا لپاره د امرېکا د خارجه وزارت مرستېال رچرد بوچر نن د چهارشنبی په ورځ اسلام اباد ته په ېوه دوه ورځنی سفر ورسېده.

ښاغلی بوچر د پاکستان د خارجه چارو د وزېر خورشېد محمود قصوری ته نن د چارشنبى په ورځ ووېل چې امرېکا د ترورېزم سره په جگړه کې د پاکستان هڅې او نقش د قدر وړ بولى.

د بهرنېو چارو دوزارت ېو خبرلېک وايي چې ددواړو هېوادونو مشرانو داوږدې مودې په ستراتېژېکو اړېکو په ټېنگولو باندى ټېنگاروکړ.

خو د پاکستان خارجه وزېر ښاغلى بوچرته خبردارى ورکړ چې د امرېکا تازه خبرې، چې په سر تېرو باندى د مستقېمى حملى گواښ کوى ، گټورې ندى.

هغه په دې برخه کې هم اندېښنه څرگنده کړه چې دامرېکا ېونوى قانون پاکستان ته دامرېکا مرستى په دې پورې تړي چې پاکستان دترورېزم سره په جگړه کې څومره پر مختگ کړېدى.

ټاکل شوېده چې رېچرډ بوچر د پاکستان له جمهور رېس پروېز مشرف او نورو مهمو حکومتی مشرانو سره هم د چارشنبى په ورځ ناوخته خبری وکړی.

په دې خبرو کې به د پاکستان د روانو تازه سېاسی انکشافاتو په باب هم مذاکرات وشی.

XS
SM
MD
LG