د لاس رسي وړ اتصالات

ډان: بېنظېر بهټو به پاکستان ته ستنه شى چې خپل هېواد له افراطېانونه وژغورى


د پاکستان د پاک ټرېبېون ورځپاڼه د اگست په پنځلسمه نېټه لېکى چې د محمود احمدى نژاد د سفر په دوران کې افغانستان او اېران دتفاهم شپږ لوظنامى لاسلېک کړې.

د پاکستان د ډان ورځپاڼه لېکى چې بېنظېر بهټو به پاکستان ته ستنه شى چې خپل هېواد له افراطېانونه وژغورى.

--------------------------------------------

د پاکستان د پاک ټرېبېون ورځپاڼه د اگست په پنځلسمه نېټه لېکى چې د اېران د جمهوررئېس محمود احمدى نژاد د سفر په دوران کې افغانستان اواېران دتفاهم شپږ لوظنامى او تړونونه لاسلېک کړل.

ېوه داسى لوظنامه هم شته چې په عمومى ډول ددواړو گاونډېو په منځ کې دهرډول همکارۍ په باب لاسلېک شوې ده.

دغه تړون د اېران جمهور رئېس آحمدى نژاد او د افغانستان جمهوررئېس حامد کرزى لاسلېک کړېدى اونورې لوظنامى ددواړو خواو وزېرانو لاسلېک کړېدى.

دوېم تړون داېران د خارجه وزېر منوچهر متکى ، او د افغانستان دمالېې د وزېر انورالحق احدى ترمنځ لاسلېک سوېدى.

دغه تړون وايي چې اېران به دافغانستان دموسسو او او شخاصو د تعلېمى اومسلکى سوېې په لوړولوکې مرسته کوى.

ښاغلى متکى دوېم تړون د فواېد عامى له وزېر سهراب على سفري سره لاسلېک کړ او په هغه کې وېل شوېدى چې اېران به ١١٠ کېلومتره سړک د فراه له ښار نه داېران سرحد ته دمېلاک تر سېمى پورې جوړوى.

په همدى ډول منوچهر متکى او دکورېنو چارو وزېر ضرار احمد مقبل داسى تړون لاسلېک کړ چې دواړه هېوادونه به دترهگرى، مخدره موادو، او جنايي سازمانونو سره مبارزه کوى.

د کانو وزېرانو هم داسى تړون لاسلېک کړ چې اېران به د افغانستان دمېنرالونو په برخه کې پانگه لگوى چې انکشاف وکړى.

په افغانستان کې داېران سفارت وايي هغه درې پروژى چې په افغانستان کې بشپړې شوېدى هغه په کابل کې افتتاح سوې.

په دغو پروژو کې ېوه د اوبو د څېړلو او لټولو پروژه ده چې دوه اعشارېه شپږ ملېونه ډالره پرې لگېږى. دکابل د طب په پوهنځى کې د کنفرانس د هال جوړول دى.

بله پروژه د طب دېوې داسى څانگې جوړول دى چې د هغو ناروغېو په باب به مطآلعه او څېړنه پکى کېږى چې له خولې سره تړاو لرى.

د ډان ورځپاڼه لېکى چې د پاکستان د پېپلز گوند د مشرې او حکومت ترمنځ چې په کومو مطالبو باندى بحث شوېدى په هغو کې ېوه مهمه مسله داده چې جنرال مشرف به د پوځ له مشرۍ نه استعفى کوى او د پاکستان ملکى مشر به وى.

ددى ترڅنگ به ورسره د پاکستان د ملى امنېت او خارجى چارو واک اواختېار هم موجود وى.

مېرمن بهټو چې په دغومذاکراتوکې ددو اړو خواو ترمنځ دخېله ده په ېوه مرکه کې ېېى د Ivy League University د پوهنتون مجلى ته چې د سه شنبى په ورځ چاپ شوه ووېل چې د اساسى قانون په هغه ماده باندى چې ېو لومړى وزېر نشى کولى چې له دوه ځلى نه زېات حکومت وکړى، هم بحث وشو.

هغې ووېل که له حکومت سره معامله او تړون وشى او که ونه شى زه د انېت لرم چې پاکستان ته ولاړه شم او خپل هېواد له سرتېرو نه او خداى مکړه له ټوټه ټوټه کېدو نه وژغورم.

خو هغې ډېر ژر داخبره وکړه چې په دې برخه کې ېې کوم مشخص پلان ندى جوړ کړى. هغې ووېل چې په پاکستان کې داسى احساس کېږى چې جنرال مشرف ددى په ځاى چې زما له گوند سره کومه سېاسى روغه جوړه او معامله وکړى، زماگوند ته ازادى ورکوى.

د ډان ورځپاڼه لېکى چې مېرمن بېنظېر بهټو په قطعى ډول له جنرال مشرف سره په ابوظبى کې خبرى رد نکړى.

خو هغې ووېل چې دوى دواړه کومې موافقى ته سره ندى رسېدلى. ځکه رژېم وايي چې د جمهورى رېاست انتخابات به وکړى او د لومړى وزېر او پارلېمان لپاره به هم انتخابات وکړى.

د ډان ورځپاڼه وايى مېرمن بېنظېر بهټو په دې باندى بدگومانه معلومېده چې اېا دپاکستان جمهوررئېس به په خپلو ټولو وعدو عمل وکړى او که نه .

XS
SM
MD
LG