د لاس رسي وړ اتصالات

په شمالي وزیرستان کی دوه عسکر وژل شوي دي


د پاکستان اردو وایی چی د شمالي وزیرستان په قبایلي سیمه کی د سړک په غاړه د بم په چاودنه کی دوه عسکر وژل شوي دي.

دا چاودنه نن د شمالي وزیرستان په سپین وام ‏ کی هغه وخت وشوه چې د نظامي موټرونو ېو کتار په هغه لاره تېرېده.

رپوټ وايي چې په دغه چاودنه کې پرمړو سر بېره څلور نور عسکر زخمي شوي دي.

په شمالي وزیرستان کی تشدد او جنگ جگړې د جولای د میاشتی را وروسته هغه وخت زیاتی شوي دي چی طالب پلوه یاغیانو د پاکستان د حکومت سره د سولي تړون لس میاشتی وروسته مات کړ.

د پاکستان حکومت د افغانستان سره په سرحدي سیمو کی په دې خاطر ٩٠ زره عسکر اچولي دي چی د طالبانو او القاعده فراري غړي ونیسی .

XS
SM
MD
LG