د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي کوریا دوې ښځي چی طالبانو آزادي کړې خپل ملک ته ستنې شوي دي


د جنوبي کوریا دوې برمته شوي ښځي چی طالبانو د دوشنبې په ورځ خوشي کړې خپل هیواد ته ستنې شوي دي.

دواړي نن د جمعې په ورځ د سیول د‏ اینچیون‏ هوایی میدان ته ورسیدې او د هغه ځای نه سمدستي روغتون ته ورسول شوې چی طبي معاینات یې وسی.

دوی وویل له دې کبله معافي غواړی چی تشویشونه یې را پیدا کړي دي او د طالبانو نه یې وغوښتل چی نور برمته شوي کسان هم خوشي کړی.

د طالبانو او د جنوبي کوریا د مامورینو تر منځ مذاکرات د پنجشنبې په ورځ ددې دپاره شروع شوي دي چی باقي پاته یرغمل آزاد سی.

یاغي طالبانو د جولای په ١٩ مه د جنوبي کوریا د مرستو رسولو ٢٣ عیسوي کارکونکي هغه وخت ونیول چی د بشري مرستو د یوه ماموریت په لړکی د غزني د ولایت نه تیریدل.

په هغوی کی یې دوه نارینه یرغمل د تیري میاشتي په آخر کی وروسته له هغه ووژل چی د افغانستان حکومت د طالبانو هغه غوښتني ونه منلې چی ویل یې ددوی بندیان دي ور خوشي کړی.

XS
SM
MD
LG