د لاس رسي وړ اتصالات

ځان مرگه بم چونکي په افغانستان کی یو ولسوال وژلی دی


افغان پولیس وایی چی یوه ځان مرگه نن د کندهار د ولایت د ژیړۍ د ولسوالي ولسوال او د هغه درې ماشومان وژلي دي.

پولیسو وویل چی ځان مرگه خپل بم نن د جمعې په ورځ ددغه ولسوال په کور کی وچاوه. له بلي خوا افغان چارواکو ویلي دي چی د افغانستان په ختیځ کی د ناتو د عسکرو او یاغي طالبانو تر منځ په جگړه کی پنځه تنه ملکي کسان وژل شوي دي.

دوی وایی چی د توپکو جگړه وروسته له هغه شروع سوه چی د ناتو د موټرو کتار ته د سړک په غاړه یو بم وچاود.

پرون افغان او امریکایی عسکرو د پاکستان سره سر حد ته نژدې په ‏توره بوړه ‏کی د یاغي طالبانو په مقابل کی سخت نظامي عملیات وکړل.

اردو په دې عملیاتو کی د مرگ ژوبلي رپوټ ورنه کړ، مگر افغان مطبوعاتو وویل چی پنځوس یاغیان وژل شوي دي.

افغان مامورین وایی چی لږ تر لږه سل کورنۍ ددې جگړې له ویري تښتیدلي دي.

پاکستاني مامورینو وویل چی پاکستاني عسکرو هم د کرم ایجنسۍ سره سرحدي سیمو کی استحکامات نیولي دي چی یاغیان د توري بوړي نه ور وانه وړی.

XS
SM
MD
LG