د لاس رسي وړ اتصالات

یوه المانی ښځه د کابل په ښار کې تښتول شویده


افغان ماموران وائې، وسله والو کسانو نن دشنبی په ورځ په کابل کې یوه المانی ښځه تښتولې ده.

د کورنیو چارو دوزارت نطاق زمری بشری وویل، دغو کسانو المانې ښځی په داسی وخت کې وتښتوله چې په یوه کوڅه کې ئې قدم واهه.

دغه ښځه په داسی وخت کې وتښتول شوه چې ویل کیږی، د نولسو جنوبی کوریانوپه سرخبری دیاغی طالبانوسره ناکامه شویدی او د یاغیانو د مشرتابه شورا ددغو برمته شوو کوریایانو دسرنوشت په باره کې فیصله کوی.

یو سړی چې ځان ته دطالبانو نطاق وائې، نن دشنبی په ورځ وویل، دجنوبی کوریا دمامورانو سره مخامخ خبری دپنجشنبی په ورځ ناکامی شوی.

دغه خبری په همدی ورځ پیل شوی وی. دغه نطاق وویل، نوری خبری احتمال نلری ځکه چې دافغانستان حکومت ددغو کوریایانو دخوشی کیدو په بدل کې ځینی یاغی طالبان له بند نه خوشی نه کړل.

یاغی طالبانو دجنوبی کوریا دوه یرغملې ښځی ددوشنبی په ورځ خوشی کړی وی او هغوی پرون د جمعی په ورځ جنوبی کوریاته ورسیدلی.

دوی له طالبانونه وغوښتل چې باقی پاتی نولس کوریایان خوشی کړی .

XS
SM
MD
LG