د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په جنوب کې ١٥ تنه وژل شویدی


افغان پولیسان وائې، په یوه ځانمرگی بریدکې لږترلږه ‏‎١٥ ‏ تنه وژل شویدی. ددغه برید هدف دکندهار په ولایت کې دامریکا دامنیتی چارویوخصوصی شرکت و.

افغان مقامات وائې، په ننی چاودنه کې لږترلږه یولس ملکیان او څلور افغان امنیتی محافظین ووژل شول او لږترلږه ‏‎٢٦ ‏‎ تنه زخمیان شول.

پرون دجمعی په ورځ افغان پولیسانو وویل، یوځانمرگی بم اچونکی په کندهارکې ولسوال او دهغه دری ماشومان ووژل.

دوی وائې،بم اچونکی دژیړی دولسوالې دولسوال په کورباندی اچولی و. په تیر یونیم کال کې په افغانستان کې تاوتریخوالی زیات شویدی.

داسی گمان کیږی چې یاغی طالبانو ځانمرگی حملی او دسرک دغاړی دبمونو ایښودل زیات کړیدی. د ناټو او امریکا څه دپاسه ‏‎٥٠ ‏ زره عسکر د افغانستان په جنوب اوختیځ کې د نوی بغاوت سره په جنگ اخته دی.

امریکائې او افغان قواو د پنجشنبی په ورځ د پاکستان سرحد سره نژدی په توره بوره کې دیاغی طالبانو په خلاف تهاجمی ‏حملی پیل کړی.

د تلفاتواندازه تراوسه نده معلومه مگر افغان مطبوعاتو رپوټ ورکړی وچې ‏‎٥٠ ‏ یاغی طالبان په دغه حمله کې وژل شوی وو. افغان ماموران وائې، لږترلږه سل کورنې له دغې سیمې نه وتلی دی .

XS
SM
MD
LG