د لاس رسي وړ اتصالات

د ناټو ېو عسکر په افغانستان کې ووژل شو


دناټو چارواکى وايي نن د ېکشنبى په ورځ ېوعسکر چې داېساف له قوې سره ېې کار کاوه په داسى حال کې چې د افغانستان په جنوب کې ېې ېوکاروان بدرگه کاوه ووژل شو.

ناټو ددغه عسکر ملېت او د مرگ دقېق ځاى ندى ښودلى. د شنبى په ورځ افغان چارواکېو ووېل چې ټوپک والاو د مرستى ېو المانۍ ماموره برمته کړ.

له بل پلوه پولېس دافغانستان په جنوب کې په هغو څلورو افغان انجنېرانو پسى گرځى چې افرآطېانو برمته کړېدى.

دغه انجنېران د جمعى په ورځ په کندهار کې د ېوه پله د جوړېدلو په ځاى کې برمته شول. ټوپک والا د مرستو المانۍ ماموره د شنبى په ورځ په ېوه رېستوران کې ونېوله او هغه ېې بهر په ېوه موټر کې هلته ورته منتظر و کېنوله او په بېړه له هغه ځاى نه ولاړل.

دغه المانۍ ښځه دېوې داسې نړېوالى عېسوى خېرېه موسسى غړې ده چې تقرېبا په دېرشو هېوادونو کې دخېرېه مرستواو انکشاف پروژې لرى.

په ېوه جلا خبر کې وېل شوېدى چې طالبانو چې هغه ١٩ کورېايي برمته گان له تېرې ېوې مېاشتى راهېسى ساتلى دى؛ دهغوى دخوشى کولو په باب خبرى اترى دشنبى په ورځ له ناکامۍ سره مخامخ شوې او دېاغېانو مشران به ددغو ېرغملو د سرنوشت په باب فېصله وکړى.

طالبانو په اوله کې ٢٣ تنه کورېايى برمته گان د جولا ى مېاشتىپه ١٩مه نېټه نېولى وو.

له هغې جملى نه ېې دوه ښځې تېره اونى خوشى کړې خو دوه نارېنه ېرغمل ېې له همدغې ډلى نه تېره مېاشت ووژل.

XS
SM
MD
LG