د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پوځ د طآلبانو پنځه لس پلوېان ووژل


د پاکستان پوځ وايي د دوى هېلېکوپټرونو د افراطېانو د پټېدو دوه ځاېونه د افغانستان سرحد ته نېژدى نن د ېکشنبى په ورځ بمبارى کړل او د طالبانو پنځه لس پلوېان ېې ووژل.

د پاکستان د پوځ ېو وېاند تورن جنرال وحېد ارشد وايي پوځ دغه عملېات ددى لپاره وکړل چې افرآطېانو د شمالى وزېرستان د مېر على د ښار په شاوخواکې پرتو ځاېونو نه حملى کولى.

ددغې سېمى چارواکى وايي په دغې بمبارۍ کې دوه ښځې او دوه ماشومان هم هغه وخت ووژل شول چې دهغوى کور په هوايي چپا و کې بمبارى سو.

رپوټ وايي په شمالى زېرستان کې مرگ ژوبله له هغه وخت راهېسى زېاته شوېده چې او افراطېان هره ورځ په امنېتى قواو باندى حملى کوى چې قبېلوى مشران تېره مېاشت له حکومت سره د سولى له تړون نه ووتل.

XS
SM
MD
LG