د لاس رسي وړ اتصالات

څارونکي وايي د قزافستان انتخابات معېارى نه و


د قزاقستان پارلمانی انتخابات د نړیوالو له نظره له دی کبله په نړیوالو معیارونو برابر نه و چی د رایو د شمیرنی په وخت کی گډوډی وه او پارلمان ته د داخلیدو شوق بیخی زیات و.

مگر په اروپا کی د سولی او امنیت د اداری څارونکېو نن وویل چی د شنبی د ورځی انتخابات د ډیموکراسی په لور یو گام ؤ.

د پخوانی شوروی اتحاد دغه جمهوریت پخوا داسی انتخابات نه درلودل چی د نړیوالو له خوا آزاد او بی طرفه وگڼل شی.

د قزاقستان د انتخاباتو چارواکى وایی چی د جمهور ریس نورسلطان نظربایوف گوند ٪٨٨ رایی گټلی دی.

په دی ډول مخالفینو یی په پارلمان کی هیڅ څوکی نه ده ترلاسه کړی. ښاغلي نظربایوف نن خپلو ملاتړ کونکېو ته مبارکی وویله.

XS
SM
MD
LG