د لاس رسي وړ اتصالات

کرزئ وایي یوازې پوهه داستقلال ساتنه کوي


نن د افغانستان د استقلال اته اتیا یمه کلیزه ده. دا ورځ د معمول په شان د افغانستان د مختلفو برخو کې و لمانځل شوه.

په کابل کې د جشن پدې ورځ د افغانستان جمهور رئیس، حکومتی مقاماتو او دېپلو ماتانو برخه درلوده.

جمهور رئیس کرزي د افغانستان ځوانې طبقې ته په خطاب کې وویل چې تاسې هغه وخت خپل استقلال ساتلئ شئ چې ځان په علم او پوهه آراسته کړئ.

هغه وویل چې د اسقلال تر اخیستو نه د استقلا ساتنه مشکل کار دئ. کرزي دغه راز وویل چې اوسنئ وضع د بخور و نه میر حالت د ئ او داحالت افغانانو ته د منلووړ ندئ.

XS
SM
MD
LG