د لاس رسي وړ اتصالات

افغان پولېسانو هغه المانۍ ښځه، چې په کابل کې برمته شوې وه، را خوشى کړه


دافغانستان د حکومت چارواکي وايي افغان پولېسانو هغه المانۍ ښځه، چې ټوپک والاو د کابل په ېوه رېستوران کې برمته کړې وه، راخوشى کړه.

د کورنېو چارو د وزارت چارواکي وايي پولېسو برمته شوې ښځه راخوشى کړه او برمته کوونکي ېې په ېوه چپاو کې نن ددوشنبى په ورځ سهار دوخته په کابل کې ونېول.

دغه المانى ښځه د شنبى په ورځ برمته شوې وه او دهغې دراخوشى کولو ځاى دبرمته کېدوله ځاى نه لېرې نه و.

په برلېن کې دالمان خارجه وزارت چارواکېو داتائېد کړه چې برمته شوې ښځه روغه رمټه په کابل کې خپل سفارت ته رسېدلى ده.

د نن ورځى د ژغورنې عملېات څو ساعته وروسته له هغه نه وشول چې ېو ه افغان تلوېزېون هغه وېډېو خپره کړه چې هغې په کې خپل ځان دکرېستېنا مي ېر Christina Meier په نامه معرفى کړې وه او وېلي ېې وو چې دېته چا ضررندى رسولى.

افغان چارواکي وايي دوى په دې عقېده دي چې دهغې برمته کوونکي طالبان ندي بلکه دوى فکر کوى چې دا به د جناېتکارانو کومې ډلې برمته کړى وي.

کرېستېنا مي ېر Christina Meier دېوې کوچنى خېرېه عېسوى موسسى اورا ا نټرنېشنل غړې ده. دغه موسسه په دېرشو هېواونو کې کار کوى.

په وېډېو کې داسى ښکارېده چې نامعلوموخلکو د تش په نامه داسى بېگناه زندانېانو دخوشى کولو غوښتنه کړې وه چې دهغوى دادعا له مخى دافغانستان حکومت بندېان کړېدى.

د کابل چارواکېو دهغوى غوښتنه رد کړېده. په ېوه جلا خبر کې افراطېانو څلور انجنېران په کندهار کې هغه وخت برمته کړل چې هغوى د ېوه پله په بېارغونه کار کاوه.

افغان چارواکى دا کوشش هم کوى چې دهغو ١٩ کورېايي برمته گانو او ېوه المانى انجنېر د خوشى کولو لپاره مذاکرات وکړى چې له افراطېانو سره برمته دي.

دغه کسان تېره مېاشت په دوه جلا پېښوکې برمته شوى ول.

XS
SM
MD
LG