د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان په شمال لوېدېزه برخه کې درى تنه عسکر په ېوه ځان مرگي برېد کې ووژل شول


چارواکي وايي دپاکستان په شمال لوېدېزه برخه کې درى تنه عسکر په ېوه ځان مرگي برېد کې ووژل شول.

رپوټ وايي چې ېوه برېد کوونکي له چاودونکېو موادونه ډک موټر ددوشنبى په ورځ له ېوې عسکرى پوستې سره د ټل ښار ته نېژدى وجنگاوه.

په دغه چاودنه کې دولس تنه نور زخمېان شول. د ېکشنبى په ورځ د پاکستان هلېکوپټرونو د سرتېرود پټېدو په دوو ځاېونو باندى، دافغانستان سرحد ته نېژدې بمبارى وکړه او پنځه لس طالب پلوه سر تېرى ېې ووژل.

د پاکستان د پوځ وېاندى تورن جنرال وحېد ارشد وايي افراطېانو له دغو دوو پټو مرکزونو نه دا کاراخېست چې د شمالى وزېرستان په قبېلوى سېمه کې حملى وکړى.

ځايي خلک وايي هغه وخت چې هوايي بمبارى دوام درلود دوه ښځې او دوه ماشومان هم پکى ووژل شول. بمونه په هوايي چپاو کې د هغوى پرکورونو لوېدلى وو.

XS
SM
MD
LG