د لاس رسي وړ اتصالات

امريکايي سناتور: که چیرې ایران عراق ته داخل شي، نو مصر او سعودي عربستان هم د بلې خوا نه داخل شي.


د امریکا یوه جنرال ویلي دي چې استخباراتي رپوټونه داسې څرگندوي چې د ایران خاصې قواوې د عراق په دننه شیعه ملیشې روزي او دوی د امریکا او عراق په عسکرو حملې کوي.

له بله پلوه په واشنگټن کې ځنو منتقدینو ویلي دي چې په عراق کې د ایران لخوا د شیعه ملیشو ملگرتیا په سیمه کې یوه لویه شخړه رامنځ ته کولی شي ځکه د سیمې نور هیوادونه به د عراق د سنیانو حمایت وکړي.

تورن جنرال رک لینچ وايي چې استخباراتي رپوټونه داسې څرگندوي چې د ایران د انقلاب ساتونکي قوا پنځوس افسران عراق ته داخل شوي دي او ملیشو ته د توغندیو او هاوانونو په ویشتلو کې روزنه ورکوي.

د امریکا د مشرانو جرگې د استخباراتو د جرگه گۍ مرستیال جمهوري غوښتونکی سناتور کټ بانډ په دې عقیده دی چې هغه ایراني عسکر چې په عراق کې موندل کیږي باید ورسره سخت چلند وشي.

بانډ وايي کله چې یې ونیسو، نو وبه یې وژنو. بانډ چې د سي ان ان سره خبرې کولې وویل چې دا د صدراعظم نورالمالکي پورې اړه لري چې څنگه د ایران د مداخلې په برخه کې د عراق نه دفاع وکړي.

که داسې ونه شي نو عراق به د سني او شیعه ډلو تر منځ د جنگ میدان وگرځي.

بانډ یو ځل بیا وايي: که چیرې المالکي دغه کار ونه کړی نو یو بل کس به دا کار وکړي. مونږ یعنې امریکا به هلې ځلې وکړي چې عراقی پوځ ته یوپرامنه عراق پریږدو.

که چیرې ایران عراق ته داخل شي نو مصر او سعودي عربستان او نورهیوادونه د بلې خوا نه داخل شي. د امریکا حکومت ایران په دې تور نوي چې د شیعه ملیشو په ملگرتیا سره په ملک کې د ډلو تر منځ تربگني زیاتوي.

ایران دا تورونه ردوي. یواځې څو ورځې مخکې، د امریکا حکومت وویل چې دوی به رسماً د ایران انقلابي ساتونکي د یوې ترورستي سازمان په حيث وپیژني، دا کار به ددغه سازمان کاروباري معاملې د زیان سره مخامخې کړي.

د امریکا د جمهور رئیس مرستیال کارل رو چې د خپلې عهدې نه استعفا کړی یوې تلویزیونې شبکې سره په خبرو کې وویل چې دا کار د امریکا د حکومت د هغې ستراتیژۍ برخه ده چې غواړي د تروریزم سره جگړې ته دوام ورکړي.

ده پیش بینې وکړه چې ممکن د ایران په ضد څه نور اقدامات هم وشي. خو د تفصیل ورکولو نه یې ډډه وکړه.

رو وویل: زه نه غواړم چې په دې مسئلې کې عمیق لاړشم. ځنې داسې شیان دي چې ورباندې بحث شوی دی. خوزه په دې هکله نور څه نه شم ویلی. زه ډاډه یم په دې هکله په خپل وخت او زمان کې پالیسۍ اعلان شي.

عراقي قانون پوه محمود عثمان د سي ان ان تلویزیون ته ووېل چې دا یوه منلې خبره ده چې ایران په عراق کې ځنو شیعه ډلو سره مرستې کوي.

عثمان وايي: په عراق کې ځنې داسې قوې شته دي چې د ایران سره ښې اړیکې لري. دوی سره دوستان پاتې شوي دي. دوی سره روابط لري.

دوی اوس په حکومت کې دي او دوی فکر کوي چې ایران ددوی دوست دی. مگر امریکا وايي دوی دښمنان دي. ده امریکا او د عراق حکومتونه وهڅول تر څو سره کښیني او د ایران په هکله یوه مشترکه پالیسي جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG