د لاس رسي وړ اتصالات

د لادرکه شوي امرېکايي مېرمن اېرانېانو ته خواست کوى


دامرېکا د فېډرالى ادارې د پخوانى غړي باب لېوېنسن مېرمن داېران خلکوته په ېوه خپرونه کې خواست کړى دى چې دهغې د خاوند په باب معلومات ورکړى.

باب لېوېنسن د سږکال په اولو شپو ورځو کې په اېران کې لادرکه شو. دغه امرېکا يي مېرمن کرېستېن لېونېسن نومېږى او د ېکشنبى په ورځ ېې د امرېکا غږ د فارسې خپرونى د خبر اونظر پروگرام په ترڅ کې خبرى وکړې.

هغې ووېل هرڅو ک چې دهغى دخاونډ باب لېوېنسن په برخه کې معلومات لرى دېته دې معلومات ورکړي. ښاغلى لېوېنسن سږکال دوروستى ځل لپاره د کېش په ټاپوکې، چې ېو تفرېحى ځاى دى، لېدل شوى و. نوموړى هلته په تجارتى سفر تللى و.

داېران حکومت وايي چې ددغه لادرکه شوي سړى په باب هېڅ معلومات نلرى، خودامرېکا د بهرنېو چارو وزارت وايي چې دا ددوى لپاره گرانه ده چې په دې خبره باور وکړى.

مېرمن لېوېنسن وايي دا پلان لرى چې ددى مېاشتى په پاى کې اېران ته سفر وکړى چې خپل خاوند ولټوي. ٣٣ کلونه کېږى چې کرېستېن لېوېنسن او باب لېوېنسن له ېوبل سره واده کړى دى او دواړه (٧) اوه ماشومان لرى.

XS
SM
MD
LG