د لاس رسي وړ اتصالات

داسلام اباد دوروستېو چاودنو مشکو ک ترهگران ونېول شول


د پاکستان چارواکېو دوه تنه دترهگرۍ په گومان نېولى دي.

چارواکى وايي په دوى باندى دا شک دى چې په اسلام اباد کې د ځان وژنى په وروستېو پېښو کې لتاړ دى.

نن د سه شنبى په ورځ په اسلام اباد کې د کورنېو چار و د وزارت ېونطآق جاوېد اقبال چېمه ووېل چې دنورو کسانو دنېولو توقع ډېره ژر کېږى.

نطاق وايي حکومت په بشپړ ډول هغه ټوله شبکه پېژندلى ده چې ددغو حملو مسوول دى. دترهگرى په دغو حملوکې تېره مېاشت په اسلام اباد کې ٢٩ کسان ووژل شول.

ښاغلي چېمه ووېل دغو دوه کسانو چې اوس نېول شوېدى د پاکستان دازادۍ په ورځ ېعنى داگست په څوارلسمه ېې هم د برېدونو پلان جوړ کړى و خو امنېتى مامورانو دهغوى پلان شنډ کړ.

هغه ووېل دامشکوک کسان داسلام اباد د لال جومات سره تړاو لرى. په دغه جومات کې سل تنه هغه وخت ووژل شول چې امنېتى قواو پر جومات چپا و ور وړ.

د جومات سر تېري ېوه اونى په جومات کې محآصره وو له امنېتى قواو سره ېې ېوه اونى مقاومت وکړ. له دغې محاصرې نه وروسته په پاکستان کې د سرتېرو حملى اومرگ ژوبله زېاته شوېده.

دځان وژنى په اوله حمله کې چې د جولاى په اولسمه نېټه وشوه شپاړس کسان په هغه مظاهره کې ووژل شول چې د پاکستان د برطر فه شوي قاضى چوهدرى افتخار په ملاتړ او د حکومت پر خلاف شوې وه.

له دغې حملى نه لس ورځى وروسته دوېمه ځان وژونکي حمله وشوه او بم چوونکي لا ل جومات نه نېژدى پرېوه رېستوران حمله وکړه او ١٣ کسان ېې په کى ووژل.

XS
SM
MD
LG