د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا په اټومى وسلو سنبال اېران نه مني


د امریکا یوه جگپوړی چارواکی د ایران او د ملگرو ملتونو د ذروی انرجۍ د اداری ترمنځ د هغه هیواد د لانجه من ذروی پروگرام لپاره د حل موندلو د نیټو او کار په پلان باندې موافقه غندلی ده.

د ذروی انرجۍ په اداره کی د امریکا د پلاوي مشر گریگوری شولټی ویلی دي چې دا موافقه نیمگړتیاوی لری او د ایران د ذروي پروگرامونو د تفتیش ضمانت نه کوی.

د ملگرو ملتونو د ذروی انرجۍ د عمومی رئیس مرستیال اولی هینن او د ایران د ملی امنیت د شورا مرستېال جواد وعیدی په تهران کی له ېوبل سره د لیدلو نه وروسته خبرو اترو ته د دوام ورکولو په برخه کې موافقه وکړه.

اولی هینن وايي : ”اوس مونږ یو منل شوی کاری پلان لرو. او د هغی د عملی کولو په بیلابیلو لارو چارو مو موافقه وکړه. د پلان د عملى کولو لپاره یو مهال وېش او د آېنده لپاره ېو پلان لرو او ډیر وخت مو د دغو پلانو د وړو غټو خبرو په څیړلو ولگاوه. په همدی ډول د ایراني پلاوی مشر جواد وعیدی هم د راتلونکی په اړه امیدواري وښودله."

هغه ووېل: ”مونږ په جدی توگه غواړو چې د ایران د ذروی انرجی د پروگرام د پاتی مسلو لپاره د حل لارې پېدا کړو او د دی د پاره چی وخت ضایع نه کړو مونږ یو مشترک کاری پلان او تقسیم اوقات جوړ کړى دى.

په تهران کی د ملگرو ملتونو او ایرانی چارواکو د خبرو اترو پایلی په واشنگټن کی هم له نېژدې نه څارل کیږی. که چیری ملگری ملتونه د ایران د همکاری تصدیق وکړی نو کیدای شی چې د اېران پر ضد د امریکا له خوانه د سختو اقتصادی بندیزونو لگولو د وړاندیز لپاره ملاتړي له لاسه ورکړی.

جان کالابریز په واشنگټن کی د منځنی ختیځ د چارو په مرکز کی د ایران د چارو ماهر وايي: ”که چیری د ملگرو ملتونو د ذروی انرجۍ اداره د ایران لخوا د نه همکاری کولو رپوټ وړاندی کړی، زما په خیال دا به د امریکا حکومت ته هغه سیاسی قدرت ورکړی چی په هغه هیواد اقتصادی بندیزونه نور هم سخت کړی."

که څه هم په واشنگټن کې ځینی کارپوهان په دی باور دی چی ایران په هر حال خپل پروگرام پر مخ بیایی او په کارده چې په مقابل کی یی سخت گامونه اوچت شى.

خو د بهرنیو چارو د وزارت ویاند شان مکورمک وایی حکومت پر اېران باندې د اقتصادی بندیزونو لگول مناسبه لار بولی. ځکه چې نړیوالی قوانین یی ملاتړ کوی. او تاسی وگوری چی د ایران او د نړیوالی ټولنى ترمنځ اقتصادی او تجارتی اړېکى خړې پړې دي.

په امرېکا کې داېران په باب دنظرېاتو د توپېر سره سره د امریکا حکومت ېو ټکى ښه ډانگ پېېلى وېلى دى او هغه دا چې په ذروی وسلو سنبال اېران نه مني.

XS
SM
MD
LG