د لاس رسي وړ اتصالات

دری پاکستانی عسکر نن ووژل شول


د پاکستان پولېس واېې چه د شک لاندی وسله والوجنگېالو ددغه ملک په لوېدېز کې په ېوه نظامی پوسته باندی د راکټ په حمله کې دری پاکستانی عسکر نن ووژل.

پولېس واېې د صوبه سرحد په بنو کې په نوموړې عسکری پوستې باندې دڅو راکټونو ډزې وشوې. ماموران واېې چه عسکرو هم په وسله والو سر تېرو باندی ډزې وکړی مگر د هغوئ د تلفاتو په باب لا څه معلومات نشته.

د کوم وخت نه چه تېره مېاشت د حکومت او د طالبانو د طرفدارانو تر منځ د سولې موافقه ختمه شوه نو د تشدد پېښې هم ډېری شوی دي.

دغه موافقه ددی لپاره امضا شوی وه چه قباېل به تندورې ډلې له شمالی وزېرستان نه وشړی.

XS
SM
MD
LG