د لاس رسي وړ اتصالات

بش د امرېکا د اولس نه وغواړی چه د عراق په برخه کې حوصله وکي


جمهور رېس بش به نن ملت ته په خپله ېوه وېنا کې، د امرېکا د اولس نه وغواړی چه د عراق په برخه کې خپله حوصله له لاسه ورنه کړی.

نوموړې به په دی وېنا کې د عراق د جنگ نه دفاع وکړی.ددی وېنا د هغې برخی په اساس چه سپېنی ماڼئ خپره کړی ده، ښاغلی بش به کوښښ وکړی چه د عراق جنگ په اسېا کې د امرېکا د پخوانېو جنگونو سره مقاېسه کړی.

هغه به په خپله وېنا کی اسلامی تندوران د دوهم نړېوال جنگ په زمانه کې د جاپانېانو سره او ساړه جنگ په زمانه کی د کورېا او وېتنام د کمونستانو سره په ېوه تله کې وتلی.

سپېنه ماڼئ واېې جمهور رېس به دا خبره هم وکړی چه په اسېا کی د امرېکاېانو د استقامت او حوصلی له امله د خوشحالئ او دېموکراسئ ېوه نوې دوره راغله.

ښاغلی بش خپله دا وېنا نن د امرېکې د مېزوری اېالت په کنساس ښار کې د امرېکا د خارجی جنگونو سابقه دارو عسکرو او منصبدارانو ته کوی.

مگر نن په کاناډا کې په ېوه وېنا کې ښاغلى بش اعتراف وکړ چه د عراق د اوسنی صدراعظم نور المالکی د حکومت اجراتو ستومانه کړى دى.

ددی نه مخکی د امرېکا د کانگرس ېوه سرکرده مشر دېموکرات سناتور کارل لېون او په عراق کې د امرېکا سفېر راېن کراکر دواړو د الملکی په حکو مت سخت تنقېد وکړ او وېې وېل چه په عراق کې د مختلفو ډلو او فرقو ترمنځ د ملی پخلا ېنى لپاره دهغه اجراات د ماېوسئ وړ دي.

خو ښاغلي مالکی نن سورېې ته د خپل سفر په جرېان کې دا تنقېدونه رد کړل او زېاته ېې کړه چه هېڅوک دا حق نه لری چه په عراق کې د پرمختگ لپاره ده ته کوم مهال وېش وټاکی.

XS
SM
MD
LG