د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان ستره محکمه وايي نواز شریف بیرته پاکستان ته راتللى شي


د پاکستان ستري محکمې فیصله کړې ده چی پخوانی صدراعظم نواز شریف له اوو کالو تبعید نه وروسته خپل ملک پاکستان ته بیرته را ستنیدای سی.

دغی محکمې ویلي دي چی دا د ښاغلي شریف او د هغه د کورنۍ حقه حقوق دي چی د پاکستان د اتباعو په توگه بیرته پاکستان ته راشی.

محکمې دا حکم هم ورکړی دی چی مقامات نه شی کولای چی د هغوی د راتگ د لاري خنډ شی.

له محکمى نه بهر د نواز شرېف پلوېانو د محکمى دغه فېصله په خوشالى او د جنرال مشرف خلاف شعارونو بانى ولمانځله.

نواز شریف چی په ١٩٩٩ کال کی د جمهور رئیس پرویز مشرف له خوا په کودتا کی د قدرت نه را وپرځول سو ویلی دی چی دی به د جمهوري ریاست د یوې بلي دورې د پاره د جنرال مشرف د کاندیدو سره مخالفت وکړی.

په نواز شرېف باندې څو تورونه لگول شوى وو او دهغوى په سبب په عمري قېد محکوم سوى و. دى اوکورنى ېې بېا وروسته سعودى عربستان ته ولاړل اوهلته ېې ژوند کاوه.

نواز شرېف د حکومت د مخالف گوند مسلم لېگ مشردى او وايي چې دى به د جنرال مشرف له هغه پلان سره مخالفت وکړى چې د جمهورى رېاست بلې دورې ته ځان کاندېد کړى.

په پاکستان کې به د سږکال په اخرو مېاشتو کې انتخابات وشى.

XS
SM
MD
LG