د لاس رسي وړ اتصالات

پاک ټرېبېون: "اسامه بن لادن ژوندى او روغ رمټ دى!"


د ډان ورځپاڼه لېکى جنرال مشرف د سه شنبى په ورځ ووېل: پاکستان به دهغې جرگې فېصلى چې په کابل کې د سولې د راوستلو لپاره جوړه شوې وه په ټول ممکن قوت سره عملى کاندى.

د پاکستان بله ورځپاڼه پاک ټرېبېون لېکى چې په افغانستان کې دطالبانو ېوقوماندان وايي د القاعده مشر اسامه بن لادن ژوندى اور وغ رمټ دى.

--------------------

د پاکستان د ډان ورځپاڼه لېکى چې جنرال مشرف د سه شنبى په ورځ ووېل چې پاکستان به دهغې جرگې فېصلى چې په کابل کې د سولې د راوستلو لپاره جوړه شوې وه په ټول ممکن قوت سره عملى کاندى.

دغه جرگه په دې نېژدى وخت کې په کابل کې جوړه شوې وه. ښاغلى مشرف د جمهورې رېاست په ماڼى کې دېوه داسى مجلس مشرى کوله چې د پاکستان لومړى وزېر شوکت عزېز هم پکى شامل و.

ډان لېکى چې جنرال مشرف د سولې د جرگې په جوړېدو باندى خپله خوښې او هېله څرگنده کړه او وې وېل دى امېد لرى چې د دواړو هېوادونو د قبېلوى او دېنى مشرانو په گډون دغه جرگه به ددې سبب شى چې په سېمه کې د سولې له پرمختگ او دامنېت له ټېنگولو سره مرسته وکړى.

هغه زېاته کړه چې دا جرگه به ددې سبب شى چې په غېر قانونى توگه د سرحد نه د اووښتو را اووښتو مخه هم ونېول شى. ښاعلى مشرف ووېل پاکستان په ټېنگه په دې عقېده دى چې ېو قوى، باثباته ، او سوکاله افغانستان نه ېوازې د افغانانو په گټه دى بلکه د پاکستان او سېمى د ټولو هېوادونو په گټه هم دى.

ډان لېکى چې جنرال مشرف د پاکستان دکورنېو چار دو زارت اونورو وزېرانو هلى ځلى د جرگې په جوړولو او کامېابولو کې وستاېلى. د پاکستان لومړى وزېر شوکت عزېز د افغانستان او پاکستان د اقتصادى همکارى او هغو مرستو په باب عمومى معلومات ورکړ چې پاکستان د افغانستان د بېارغونې لپاره ورکړې دي.

-------------------------

د پاکستان بله ورځپاڼه پاک ټرېبېون لېکى چې په افغانستان کې دطالبانو ېوقوماندان وايي د القاعده مشر اسامه بن لادن ژوندى اور وغ رمټ دى.

پاک ټرېبېون لېکى چې دا معلومات ېې دامرېکا دهغې موسسى د وېډېو په حواله پېداکړېدى چې دافراطېانود وېب پاڼو څارنه کوى.

په وېډېو کې د منصور داد الله له قوله وېل شوېدى چې هغه با لکل روغ رمټ دى. د دغه وېډېويي معلومات نېټه د جون دمېاشتى ١٥مه ښودل شوېده.

پاک ټرېبېون لېکى له ٢٠٠١ مېلادى کال راهېسى چې بن لادن له تورې بوړې نه چې دامرېکا او افغان قواو پرې حمله وکړه روغ ووت بېا په ېقېنى ډول چا نه دى لېدلى.

دا سى اټکل کېږى چې اسامه بن لادن به د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدى سېمه کې چېرته پټ وي او له هماغه ځاى نه ټېپونه اووېډېوگانى هم خپروى.

دامرېکا د ملى استخباراتو مشر ماېکل مکنېل د جولاى په ٢٢مه نېټه ووېل چې دا دده شخصى نظر دى چې اسامه بن لادن ژوندى دى او په سېمه کې چېرته پټ دى.

دېوکال نه زېاته موده کېږى چې دامرېکا استخباراتي ادارو دهغه په برخه کې د باور وړ معلومات ندى پېدا کړى. دامرېکا د استخباراتو دغه چارواکى دا تبصرې څلورورځى وروسته له هغه نه وکړې چې د بش ادارې دملى استخباراتو تازه رپوټ خپور کړ.

په رپوټ کې وېل شوې ول چې دالقاعده ترهگره ډله چې پر امرېکا باندى د سپتمبر د ېوولسمى نېټى په حملوکې لتاړه ده ، بېا له سره په پاکستان کې قوت مومي او په عراق کې خپل تاکتېکونه پخوي او انکشاف ورکوى.

ورځپاڼه لېکى چې دامرېکا خارجه وزارت هر هغه چاته چې د بن لادن دنېولو په باب معلومات ورکړى ٢٥ ملېونه ډالره ورکوى. دادالله منصور د طآلبانو د مشهور قوماندان ملا دادلله ورور وايى چې بن لادن له ده سره رابطه ټېنگه کړې وه.

ملا دادالله سږکال په افغانستان کې په ېوه حمله کې ووژل شو. منصور دادالله وايي چې ده ته د بن لادن پېغام ور ورسېده او په هغه کې ېې ورته وېلي وو چې ته باېد دملا دادالله پېروى ته ادامه ورکړې چې مجاهدېن کمزورى نشى.

د فرانسى ېوې ورځپاڼى د تېرکال په سېپتمبر کې رپوټ ورکړ چې د سعودى عربستان استخبارات په دې عقېده دى چې بن لادن د پاکستان په ېوه لېرې سېمه کې په تبه باندى مړ شو.

پاک ټرېبېون لېکى چې سعودى عربستان، لوېدېز هېوادونه چې فرانسه او امرېکا هم پکى شامله ده ددغه رپوټ په باب شک او بدگومانى لرى.

XS
SM
MD
LG