د لاس رسي وړ اتصالات

امرېکا به دعراق د سېاسى پرمختگ په باب داستخباراتو رپوټ خپورکړي


توقع ده چې د بش اداره به داستخباراتو دهغه رپوټ ېو څه برخى نن وروسته خپرې کړي چې په دې باب اعتراضونه لرى چې اېا د لومړي وزېرما لکى حکومت په خپل هېواد کې د فرقه ئېې جگړو په له منځه وړلو کې برېالى کېدلى شى او که نه.

د کانگرېس ېوه چارواکى دنېوېارک ټاېمز ورځپاڼى ته ووېل چې په رپوټ کې دانتېجه گېري سوېده چې په عراق کې تراوسه پورې ډېر لږ سېاسى پرمختگ شوېدى او د سېاسى پرمختگ لپاره په اېنده کې هم ډېره لږ امېدوارى موجوده ده.

خو په رپوټ کې له عراق نه دعسکرو دوختى اېستلو په برخه کې دا حتېاط نه د کار اخېستلو خبردارى ورکړل شوى.

رپوټ وايي دامرېکا عسکرو په عراق کې د فرقه ئې جنگ په گټلوکې ېوڅه کامېابى ترلاسه کړېده.

دامرېکا جمهوررئېس پرون په کانزاس سټى کې دامرېکا پخوانېو متقاعدو عسکر ى منصبدارانو ته د وېنا په ترڅ کې ووېل چې ما لکى ښه سړى دى خو سخته وظېفه ور په غاړه ده.

تردې ېوه ورځ مخکى جمهوررئېس بش وېلى وو چې په عراق کې ېې د ما لکى د حکومت سوکه سېاسى پرمختگ زړه ورشېن کړېدى. ښاغلى ما لکى د چارشنبى په ورځ ددغو خبرو په ځواب کې ووېل چې امرېکا باېد په عراق باندى کوم مهال وېش تحمېل نکړى.

هغه ووېل چې دده هېواد له امرېکا نه پرته نور نور انډېوالان هم پېدا کولى شى. داخبرې په داسى وخت کې کېږى چې په عراق کې د سېاسى پرمختگ درپوټ لپاره چې وروستى نېټه ېې د سپتمبر مېاشت ټاکل شوېده لږ وخت پاتى دى.

کانگرېس غوښتنه کړې وه چې د جگړې د ما لى لگښت ددوام لپاره دې ېو شمېر اقدامات ترسره شى.

XS
SM
MD
LG