د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان پخوانی صدراعظم وایی چی دی به بیرته پاکستان ته ستون سی


د پاکستان تبعید شوی پخوانی صدراعظم وایی چی دی به بیرته پاکستان ته ستون سی.

د پاکستان تبعید شوي پخواني صدراعظم نواز شریف وویل چی دی به ژر بیرته پاکستان ته ولاړ سی او د جمهوري ریاست په انتخاباتو کی به برخه واخلی چی جمهور رئیس پرویز مشرف له قدرت نه بیرته کړی.

ښاغلي شریف پرون په لندن کی دا وینا وروسته له هغه خبر یالانو ته وکړه چی د پاکستان ستري محکمې د هغه د جبري تبعید امر فسخ کړ.

محکمې حکم وکړ چی دا د ښاغلی شریف او د هغه د کورنۍ حقه حقوق دي چی بیرته خپل ملک ته را ستانه سی او د پاکستان د اتباعو په توگه په دې ملک کی ژوند وکړی.

محکمې مقاماتو ته دا خبر داری هم ورکړ چی د هغوی د راتگ د لاري خنډ نه سی. د پاکستان د حکومت مدافع وکیلان وایی چی دغه پخوانی صدراعظم اوس هم د بند د هغي سزا سره مخامخ دی چی هغه د تبعید په قبلولو سره د ځان نه دفع کړې وه.

ښاغلی شریف وروسته له هغه چی جنرال مشرف هغه په ١٩٩٩ کال کی په یوه کودتا کی له قدرت نه را وپرځاوه د څو تورونو په وجه ونیول سو او د عمری قید سزا پر را وختله.

هغه وروسته یوه تعهد نامه لاسلیک کړه چی تر لسو کالو پوری به په تبعید کی ژوند کوی او په همدې کلونو کی به بیرته پاکستان ته نه راستنیږی.

XS
SM
MD
LG