د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی درې برتانوي عسکر سهوا وژل شوي دي


په افغانستان کی درې برتانوي عسکر د خپلو قواو له خوا سهوا وژل شوي دي. د برتانیې ددفاع وزارت وایی چی د افغانستان په جنوب کی درې برتانوي عسکر سهوا د خپلو قواو له خوا وژل شوي دي.

دغه وزارت وویل چی دا پېښه پرون هغه وخت وسوه چی د برتانوي عسکرو چی گزمه یې کوله او د یاغیانو تر منځ سخته جگړه شروع سوه او د هغوی د ملاتړ د پاره امریکایی جنگي الوتکي را وغوښتل سوې.

د بمباریو په وخت یو بم په برتانوي عسکرو باندی ولوید او درې تنه یې ووژل.

په دې پېښه کی دوه نور عسکر زخمي سوي دي.

XS
SM
MD
LG