د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان او افغانستان په سرحدی سیمه کې ډیرکسان تښتول شویدی


پاکستانی ماموران وائې، افراطی مسلمانانو د افغانستان پولی ته نژدی په قبائلی سیمه کې یوعسکری صاحب منصب او دری تنه نور برمته کړیدی. دغه کسان د‎لاده ‏‎ په ښارگوټی کې برمته شویدی.

دغه ښارگوټی دصوبه سرحد د جنوبی وزیرستان په قبائلی سیمه کې پروت دی. دغه کسان مدرسې ته روان وو چې برمته کړی شول.

افراطیانو دعسکری صاحب منصب سره یوځای یو حکومتی مامور او دوه عسکرهم برمته کړیدی. جنوبی وزیرستان د طالبانو او د القاعدی د افراطیانو قوی مرکز دی چې پدی وروستیوهفتو کې د پاکستان په امنیتی قواو باندی ئې حملی زیاتی کړیدی.

یاغیانو دوه هفتی پخوا شپاړس پاکستانی عسکر تښتولی وو چې وروسته ئې بیایوعسکر ترینه وواژه.

XS
SM
MD
LG