د اسرائیلو نظامی مقامات وائې، د دوی عسکرو هغه دوه افراطی فلسطینیان وویشتل او وی وژل چې غوښتل ئې نن دشنبی په ورځ دغزی له تړانگې نه داسرائیلو پلوته را واړی.
د اسرائیلو پوځ دا هم وویل چې په هغو ډزو کې داسرائیلویوعسکر زخمی شوچې وسله والو فلسطینیانو دایرز په سرحد باندی وکړی.
اسرائیلی قواو نن دشنبی په ورځ داردن د سیند د لویدیځې غاړې دجینین په سیمه کې داسلامی جهاد یو افراطی وواژه او دوه نورئې زخمیان کړل.
د اسرائیلو پوځ وویل، د خاصی قوی یوی قطعی چې په جینین کې عملیات کوی، په موټر کې دری وسله واله کسان ولیدل او ډزی ئې ورباندی وکړی.
فلسطینی منابعو د جمعی په ورځ وویل، یو افراطی فلسطینی او یو هلک د حملی وخت کې ووژل شول چې دتولکریم ښارگوټی ته نژدی داردن د سیند د لویدیځی غاړی شمال پلوته د سیدا په کلی کې شوی وه.