د لاس رسي وړ اتصالات

نن د افغانستان او تاجکستان تر منځ د امو د سیند د پاسه یو نوی پل پرانستل شو


نن دیو لړ خاصو مراسمو په ترڅ کې چې پکې دافغانستان، تاجکستان جمهور ریسانو او دامریکا د متحده ایالاتو د تجارت وزیر کارلوس ګواترز برخه اخیستې وه، دافغانستان او تاجکستان تر منځ د امو د سیند د پاسه ۶۴۰ متره اوږد پل پرانستل شو.

پدې مراسمو کې چې د تاجکستان له اړخه ورته خاص ترتیبات نیول شوي وو. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ریچارد بوچر، په کابل کې د امریکا د متحده ایالاتو سفیرانو او په زیات شمیر افغاني او تاجکي مامورینو او د دواړو هیوادونو سوداګرو هم برخه اخیستې وه.

دا پل د امریکا د متحده ایالاتو په مالیي مرسته ۳۷ میلونه ډالرو د دوو کلونو په اوږدو کې په اساسي ډول جوړ شوی چې د ورځې تر زرو موټرو دتګ راتګ امکانات لري.

ولسمشر کرزي او ولسمشر رحمانوف په خپلو خبرو کې ددغه پل پرانستل د دجنوبي منځنۍ د سوداګرۍ د ودې په برخه کې یو نوی باب وباله خو د امریکا د سوداګرۍ وزیر ددغه پله پرانستل د وریښمو په زړې لار سر له نوي د سوداګرۍ پیلیدل وباله.

XS
SM
MD
LG