د لاس رسي وړ اتصالات

د ائتلاف قواو د پاکستان په خاوره کې په افراطیانو باندی ډزی کړی


په افغانستان کې دامریکا په مشری د ائتلاف قواو د پاکستان په خاوره کې په افراطیانو باندی ډزی کړی او دولس تنه ئې ورنه وژلی دی.

په افغانستان کې د امریکا په مشری دائتلاف قواوی وائې، امریکا او افغان عسکرو لږترلږه دولس افراطیان وژلی دی چې دسرحد نه په خوا د پاکستان له خاوری نه ئې دافغانستان په ختیځ کې ئې د پکتیکا په ولایت باندی ډزی کولی.

د ائتلاف قواو نن د یکشنبی په ورځ وویل، عسکرو د پکتیکا په ولایت کې هغه شپږ سرحدی مرکزونه تباه کړل چې یاغیانوورنه دشنبی دورځی په حملو کې کاراخیسته.

د ائتلاف مقاماتو وویل، ددغو مرکزونونه دری ئې په افغانستان کې او دری نورئې په پاکستان کې وو. دغه ائتلاف وویل، پاکستانی مقاماتو ائتلاف ته اجازه ورکړی وه چې دسرحدنه په اخوا د پاکستان په خاوره کې په افراطیانو باندی ډزی وکړی.

د فرانسی خبری اژانس وائې، د پاکستان نظامی نطاق تورن جنرال وحید ارشد د ائتلاف دغه بیانیه رد کړه او د پاکستان ددغې ورکړی اجازی نه انکاروکړچې د پاکستان په خاوره کې دی په افراطیانو باندی ډزی وکړی.

د ائتلاف ماموران ددغې حملی ملامتی په هغو افراطیانو باندی اچوی چې دطالبانو طرفدار دی. طالبانو د امریکا په مشری د حملی پوری چې یو دپاسه د دوه زرم کال په اخرکې وشوه، په افغانستان کنټرول لاره.

له بل پلوه د هلمند په ولایت کې دموسئ کلا اوسیدونکی وائې، دشنبی دورځی په هوائې بمبارې کې چې د ائتلاف قواو کړی، لږترلږه دولس ملکیان وژل شویدی.

دوی وائې، په مړو کې ښځی او ماشومان هم وو. اسوسیټډ پرس دناټو له قوله وائې، په بمباری کې ملکیان ندی وژل شوی.

په افغانستان کې دامریکا په مشری ائتلافی قواوی د هلمند په ولایت کې دیاغی طالبانوپه خلاف جنگیږی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دجمعی په ورځ وویل، دهلمند ولایت دپیښی په باره کې تحقیق کوی چې په اشتباه کې دبریتانی دری عسکر ووژل شول.

د بریتانی ددفاع وزارت وائې، دغه عسکر د پنجشنبی په ورځ دامریکا په بمبارې کې ووژل شول.

XS
SM
MD
LG