د لاس رسي وړ اتصالات

امریکايي سکهانو په دې اقدام چې په هوايي میدانوکې پټکي ولټول شي خپگان ښکاره کړی دی


د امریکايي سکهانو د حقوقو یو ستر سازمان په دې اقدام چې په هوايي میدانوکې پټکي ولټول شي خپگان ښکاره کړی دی.

د سکهانو ائتلاف وايي چې د امریکا د حمل ونقل د ادارې لخوا امر شوی دی چې پټکي ولټول شي که څه هم د پټکي په سر کونکي د فلز د کشف د ماشینونو ته تیر شوي وي.

د سکهانو ائتلاف په خپل انترنټي پاڼه کې ددې پالیسۍ په برخه کې دا اندیښنه ښودلې ده چې دا به د مذهبي تبعیض په معنی وي.

ائتلاف د سکهانو نه غوښتي دي چې د حمل ونقل ادارې ته د دې نوي طرزالعمل په هکله خپله اندیښنه څرگنده کړي. خو د حمل و نقل ادارې د مذهبي تبعيض خبره ردوي.

XS
SM
MD
LG