د لاس رسي وړ اتصالات

د یونان په جنوب کې اورونه اوس هم بلیږي او کلي او بانډې د ځنگله په اورونو کې لو لپه شوې دي


د یونان په جنوب کې اورونه اوس هم بلیږي او کلي او بانډې د ځنگله په اورونو کې لو لپه شوې دي.

په دې پېښه کې تر اوسه پورې پنځوس کسان وژل شوي دي. د اور وژنې یو نطاق نن وویل چې دملک نژدې نیمايي په اور کې سوځي او په دې کې د ایویا ټاپو چې د اتن په شمال کې ده هم شامله ده.

نن ورځ سهار وختي د پلپونیس په ټاپووزمه کې د اورلمبې د المپیا تاريخي اثارو ته چې د المپیک لوبې ورنه پیل شوي وو څو کیلو متره نژدې شوي دي.

سربډاله کلیوال او چارواکي د المپیا سره نژدې د تلویزیون پرده کې راښکاره شول او د مرستې لپاره یې غوښتنه وکړه.

د سیمې یو اوسیدونکي وویل چې مونږ اوبه نه لرو او مونږ د خدای پاک رحم ته منتظر یو. د یونان د اوروژنې د کنډکونو سره چې د اور د لمنې د پراخیدلو په نسبت خواره شوي دي د اروپايي ټولنې د اور وژنې عملې او الوتکې یو ځای شوي دي.

د اوبو پاشلو الوتکې او د اوروژنې عملې د ایتالیې، قبرص او فرانسې نه هغه وخت یونان ته ورسیدل چې کله د دې هیواد حکومت په ټول ملک کې فوق العاده حالت اعلان کړ.

XS
SM
MD
LG