د لاس رسي وړ اتصالات

د ملگرو ملتو یو رپوټ: افغانستان تر بل هر وخت نه سړږ کال زیات کوکنار کرلی دی


د ملگرو ملتو د مخدره موادو او جرمونو د مخنیوی اداره نن یو راپور خپروی چی په هغی کی افغانستان کی د غیر قانونی مخدره موادو د وضعی ارزیابی شویده.

توقع ده چی په دی راپور کی د افغانستان جنوبی ولایت هلمند یاد شی چی د دنیا د مخدره موادو د تولید د غټو ځایونو په جمله کی راځی.

د ملگرو ملتو د دغی اداری ریس وایی چی نه خو د افغانستان حکومت او نه هم نړیوالی ټولنی داسی څه کړیدی چی په افغانستان کی د کوکنارو د کرکیلی مخه نیولی وایی.

د نړئ د کوکنارو سلو کی نوی برخی په افغانستان کی کرل کیږی، چی وروسته ورنه افین جوړیږی، د مخدره موادو تجارت د افغانستان د حکومت مخالفو طالبانو د بغاوت دپاره هم امکانات برابروی.

XS
SM
MD
LG