د لاس رسي وړ اتصالات

د روسیې د بم غورځونکو الوتکو د الوتنو بیا پیل کیدل او د پوتین اراده


د روسیې د ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو د الوتنوبیا پیل کیدل د ډیرو څېړونکو په نظر د روسیې د جمهور رئیس ولادمیر پوتین ددې ارادې څرگندوی دي چې غواړي د هیواد پوځي توان غښتلی او پیاوړی کړي.

د روسیې جمهور رئیس امنیتي اندېښنې د پوځ د تقویې دلیل ښيي، خو دغه اقدام د سړې جگړې هغه خاطرې په یادوي چې روسیې به پوځي طاقت د قدرت د ښودلو لپاره په کاروه.

ښاغلي پوتین د کال په پیل کې د ٢٠٠ ملیاردو ډالرو د لگښت پلان لاس لیک کړ تر څو د روسیې پوځ بیا ورغوي او هم په داسې اقداماتو لاس پورې کړي چې د ملک د اوږده واټن دتوغنديو سلاح کوټ عصري کړي.

د دې میاشتې په پیل کې ده د نړې په گوټ گوټ کې د ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو د الوتنو د بیا پیل کولو اعلان وکړ او دا هغه عمل ؤ چې د سړې جگړې په دور کې پخواني شوروي اتحاد کاؤ.

ښاغلي پوتین وویل امنیتي اندېښنې ددې باعث شوي دي چې روسیه دغه کار ته ملاوتړي. مگر دغه اقدام څېړونکي حیران کړي دي.

د بهرنیو اړیکو په شورا کې د روسیې د چارو متخصص سټیفن سستانویچ په دې باب وايي: د ستراتیژیکو بم غورځونکو الوتکو د الوتنو بیا پیل کیدل اوهغه هم د روسیې د خاورې نه ډیر لرې هوايي گزمې دا پوښتنې را ولاړوي چې د دې کار مقصد څه دی.

دغه الوتنې د گوام د پاسه کیږي چې د بحر الکاهل په منځ کې امریکايي ټاپوگان دي. ددې او د روسیې د ملي گټو تر منځ څه ډول اړیکې موجودې دي؟ مگر سره ددې هم ډیر شمیر روسان د پوتین د پوځ د غښتلي او پیاوړي کولو او د طاقت د ښودلو کار ستايي.

دوی په دې نظر دي چې د روسیې بین المللي دریځ پیاوړی شویدی.

د روسیې د یوې تلویزیونې شبکې نطاق الکسي پوشکوف په دې برخه کې وايي: پوتین داسې یو ذهنیت منځ ته راوړی چې دې کولی شي د نورو مشرانو په شان عمل وکړي او دا کار یې د ډیرې مودې کمزورتیا نه وروسته کړی دی.

روسان قوي مشر خوښوي. په داسې حال کې چې یواځې ډیر لږ شمیر په دې باور دي چې د ساړه جنگ د زمانې په شان نظامي مداخلې بیا سرته ورسیږي خو دا معلومه نه ده چې روسان د څه ډول باندنۍ پالیسیو پسې دي.

سټیفن سستانویچ یو ځل بیا وايي: دوی ډیر غواړي چې خپله فعاله خپلواکي وښيي خو زه فکر نه کوم دوی د خپلې دغې خپلواکۍ لپاره مشخص اهداف ولري.

د ماسکو په هوايي نندارتون کې د روسیې پوځي توان او طاقت نمونې نندارې لپاره کېښودل شوې او دا ددې ملک د پوځ د عصري کولو لپاره یوه بیلگه ده.

د هغه پوځ عصري کول چې د زړیدلو په حالت کې دی او هغه هم په داسې حال کې چې د تیلو د گټو نه کافې پیسې لاس ته راغلې وي یو منطقي کار بریښي.

د هډسن د انستتیوت څېړونکی رېچارډ ویتز په دې باب داسې وايي: ځنې هلې ځلې د توقع سره سمې وې. روسانو تل د امریکا د مقابلې لپاره د خپل اتمي توان نه کار اخیستی دی.

ددې په مقابل کې د دوی سمندري طاقت لږ کمزوری دی نو ځکه دوی دا اقدام کړی دی. سپینې ماڼۍ د روسانو د پوځ غښتلی کیدل دومره مهم نه گڼي او وايی چې د نړی په گوټ گوټ کې پوځونه په راز راز فعالیتونو بوخت دي.

خو ځنې نور بیا په دې عقیده دي چې د روسیې د پوځي توان زیاتیدلو ته باید په غور وکتل شي. سټیفن سستانویچ وايي: کله کله هیوادونه ځان ته نوي بهرني پالیسي ټاکي او ددې لپاره نویو وسایلوپسې دي او دوی ېې ددې برخې نه پیل کوي.

کله کیدای شي دغه کار ډیر خطرناکه او بدمرغه عواقب ولري. خو داسې ښکارچې د څه مودې لپاره به د روسیې د پوځ تقویه کول دوام ولري.

XS
SM
MD
LG